فرانسوي څېړنه: ښځې تر سړیو ښې موټروانانې دي

عام ناسم فکر دا دی چې ښځې په موټروانۍ کې تر سړیو ضعیفه دي او زیاتره د ترافیکي پېښو ښکار کېږي. په دې اړه انټرنېټ کې ډېرې زیاتې ټوکې او طنزیه کیسې هم موجودې دي؛ خو دې ټولو سره په افرانسه کې یوه ډله له خلکو غواړي چې د ښځو په څېر موټرواني وکړي.

دا ډله وایي د دې کمپاین هڅه یې دا خبره روښانول دي چې د ارقامو له مخې ښځې تر سړیو خوندي موټرواني کوي.

د فرانسې د خوندیتوب اداره سپارښتنه کوي که تاسې خوندي موټر چلول غواړئ، نو د ښځو په څېر یې وچلوئ او د هغوی ذهنیت راخپل کړئ.

د خپرو شویو ارقامو له مخې ۸۴ سلنه خونړۍ ترافیکي پېښې د سړیو له لوري کېږي او په ټوله کې ۹۳ سلنه سړي په پېښو کې دخیل وي.

دا په داسې حال کې ده چې په فرانسه د ښځینه موټروانو فیصدي ۴۶ ته رسېږي، خو په ټکرونو او ترافیکي پېښو کې یې ونډه تر سړیو ډېره کمه ده.

Scroll to Top