غواړئ ښه ليکوال شئ!?

لومړی برخه

ډېری خلک هیله لري چې يو ښه لیکوال شي او ټولنې ته ګټور کتابونه،مقالې او ليکنې وړاندې کړي. شايد تاسو هم د ورته کسانو له جملي ياست او ښه ليکوال کيدل مو د زړه ارمان وي. ليکوال جوړيدل آسانه دي فقط ځينې خنډونه دي چې د ښه لیکوال جوړيدو لپاره بايد په هغې برلاسي اوسو.
بريان ټريسي چې د شاوخوا اتياوو کتابونو ليکوال دی، د يوه ښه ليکوال جوړيدو لپاره لاندې سپارښتنې وړاندې کړې دي،او پرمختګ هڅه کوي چې په څو برخو کې يې له تاسو شريک کړي.

– څنګه د‌ يو ليکوال په حیث خپله کارکردګي وښیم؟
هر څوک چې د‌ لیکوالی ډګر ته را دنګي په پېل کې ورته يو څه خنډونه حتمآ وي. ځکه دوی هېڅکله خپله ليکنه،مقاله او يا هم يوه جمله نه ده سازه کړي او نه يې په کوم ځای کې نشر کړې ده. لاندې درته هغه کوچني مراحل درښايو چې کولای شئ په عملي کولو سره يې ښه ليکونکی ځان ثابت کړئ!

لومړی: خپلې وړتياوې مو وځلوئ!
د يوه ليکوال جوړيدو لپاره دا مهمه نه ده چې ته د حتمآ د لیکوالی رسمي علم ولري، بلکې د ليکوال جوړيدو لپاره بايد هغه مهارتونه زده کړو چې د لیکوالی لپاره مفيد او اړين وي. مخکې له دې چې يو څوک يو څه ليکي يا يې خپروي اړينه ده چې هغه مهارتونه چې د ليکوال لپاره ضرور دي په ځان کې حس کړل شي.

دوهم: له نورو ليکوالانو سره اړيکي جوړې کړئ!
مخکې له دې چې د ښه ليکوال جوړيدو هدف د ځان لپاره وټاکئ وار له مخه بايد له هغه چا سره اړيکي جوړې کړئ چې په دې برخه کې کار کوي. دا مهمه نه ده چې ته د په مستقيم ډول له هغوی سره اړيکي ولري. بلکې په غير مستقيم ډول لکه انټرنټ او ټولنيزو رسنيو کې د دوی ملګري کړئ، او له هغوی څخه د لیکوالی د مهارت په زده کولو معلومات حاصل کړئ.

درېيم: لنډې مقالې او لیکنې مو نشر کړئ!
مخکې له دې چې په لومړي ځل خپل ليکل شوي مواد د کتاب په بڼه نشر کړئ، لومړی يې لنډې مقالې او ليکني نشر کړئ. د ليکنو د نشر ترټولو ښه ځای ټولنیزې او چاپې رسنۍ دي. چې په پايله کې به تاسو په يقيني توګه پوه شئ چې زه دننه هغه مهارت او وړتيا لرم چې په ښکاره کولو سره يې کولای شم ترڅو په لنډ وخت کې کتابونه ترې چاپ او نشر کړم.- د دښه ليکوال جوړيدو لپاره بايد څه شئ زده کړم؟

دوام لري….

Scroll to Top