ښځه د دې لپاره واده کوي چې د ستاینې لپاره څوک ومومي او سړی د دې لپاره واده کوي چې بې ستاینې ورته ښځه پیدا شي. له کور څخه د جنت جوړولو لپاره واده اړین دی.
زما یو ملګری وایي: دا سمه خبره ده، ځکه له مرګه وروسته سړی جنت ته ځي. زما په فکر مجرد احمق دی، خو زما ملګری وایي: مجرد احمق وي خو پدې هله پوهیږي کله چې واده وکړي. تر دې بله ستره پېرزوينه به څه وي چې له امله یې له انسان څخه خدای جوړېږي، ښايي دې ته به مجازي خدای وایي، ځکه هغه د خدای په څېر هر څه اوري بلکې هېڅ هم نه وایي.
اول زما هم همدا فکر و چې هره ښځه دې واده وکړي او هېڅ سړی دې هم واده نه کوي، خو اوس وایم چې هر سړی دې له ځانه مشرې ښځې سره واده وکړي. زما د ملګري په فکر د واده نه کولو یو علت دا هم دی چې که ته هرې ښځې ته ووایې چې زه له ځانه د ډېر عمر ښځې سره واده کول غواړم نو هغه به وایي چې د دې خو نو دا مطلب شو چې ته ما سره واده کول نه غواړې.
د ډېر عمر ښځې سره واده کول د لرغونپوهانو لپاره ښه دي ځکه څومره چې شیان زړیږي د هغوی ورسره لېوالتیا ډېرېږي. د ډېر عمر ښځې سره واده کولو باندې به ته د حضرت ادم (ع) غوندې د هغو لږو نیکمرغه خلکو څخه یې چې هغوی خواښې نه لري. بیا که ته د مېرمنې امر هم منې نو نه به شرمیږې ځکه دا حکم دی چې د مشرانو خبره منئ. هلکان چې کله د ځوانۍ تر اغېز لاندې راشي، نو مشرانو سره يې يوازې دغه درملنه پاتې شي چې واده ورته وکړي. ګواکې واده د ځوانۍ درملنه ده. د نړۍ هغه ښځه چې ته يې په ټول عمر هم د خپل اغېز لاندې نشې راوستلی هغه ستا مېرمن ده او هغه ښځه چې ته یې څو دقیقو کې تر خپل اغېز لاندې راوستلی شې هغه هم میرمن ده، خو د بل چا. د مېرمنې ښه والی لټول د خپلو نیمګرتیاوو لټولو ته ورته دی. سړی د دې لپاره واده کوي چې سکون کې واوسي او څوک چې واده نه کوي هغوی یې هم د سکون لپاره نه کوي. واده هغه عمل دی چې دوه کسان پکې داسې سره اوسېږي چې یو بل اوسېدو ته نه پرېږدي.
شاعران خو باید واده وکړي ځکه که مېرمن یې ښه وي نو ژوند به یې ښه وي او که مېرمن یې ښه نه وي، نو شاعري خو به یې ښه وي. په بحث کې د مېرمنې پر وړاندې ماته خوړل نه، بلکې هغې ته ماته ورکول د بې عزتۍ خبره ده. مېرمن خپل میړه په تکلیف او ستونزه کې نشي لیدلی، نو ځکه مېرمن د خپل مېړه د کونډتوب ښیرا نه کوي، بلکې خپل کونډتوب قبلوي. که چيرې مېرمن له خپل سړي سره په هغه اخلاقو خبرې وکړي لکه پردیو سړیو سره یې چې کوي نو هیڅکله به هم طلاقه نشي. که میړه هم خپلې ښځې ته ورځ کې یو ځل په داسې نظر وګوري لکه د ګاونډي مېرمنې ته چې ګوري، نو د هغه د خوشحاله ژوند ضمانت زه درکوم.
که تاسو څوک د واده په نه کولو قانع کوئ نو یوه لاره يې دا ده چې واده ورته وکړئ. زما ملګري د دویم واده نه وروسته توبه کړې چې بل واده به نه کوي، هغه اوس وایي، زه د ډېر عمر ښځې سره پر واده کولو کومه نیوکه نه لرم خو پر واده یې لرم، ټوله ورځ ما ته همدا وایي چې که واده نه وای نو څومره به ښه وه. زه هم اوس دې خبرې ته قائل شوی یم چې که زما د ملګري پلار واده نه وای کړی زه به اوس څومره په سکون وم.