شکایت مه کوئ / نصیر فضلي

هیڅکله په خپل ژوند کي شکایت مه کوئ، د خپل ژوند 100% مسؤلیت په غاړه واخلئ!

که له تاسو سره کوم څه ښه کیږي تاسو مسؤل یاست او که بد کیږي هم تاسو مسؤل یاست.

زموږ افغانستان کي 90% خلګ د خپل ناکامي مسؤلیت د نورو په غاړه اچوي؛ زه پیسي نه شم ګټلی ځکه داسي وشول

زه بيا تاسو ته وایم که چیري تاسو نور ملامت نه کړئ نو تاسو به په ګټه کي اوسئ!

د نړۍ له شروع راهیسي لمر یو ډول خاوره یو ډول خدای ټولو انسانانو ته هر څه یو ډول ورکړي خو د دوو دهقانانو د فصلونو حاصل ډولډول وي، د خاوري لمر او اوبو له امله نه بلکي د هغه هڅو او کړنو له مخي کوم چي یو دهقان یې په خپل کار کي کوي.

یو هلک د شپي د سرک تر ګروپ لاندي یو څه لټول د هغه ملګري له هغه پوښتنه وکړه چي سورجه ته څه شی لټوي؟ سورج ورته وویل چيزما د موټرسایکل کیلي ورکه ده نو ملګري يې هم په لټولو شروع وکړه ډیره یې ولټوله خو پیدا نه شوه نو سورج ته یې وویل چي وروره داکیلي چي ورکه ده دلته خو نشته. نو هغه ورته وویل: چي د کور کوټه کي ورکه ده، نو ملګري ورته وویل چي دلته ولي پسي ګرځي؟ سورجوویل چي کور کي برق نشته!

نو ملګري يې وويل چي دا څه لیونتوب دی. ګوره کوم څه چي دننه ورک شوي وي هغه دباندي نه پیداکیږي!

نو زه هم تاسو ته همدا وایم چي خپله تلاشي واخلئ تاسو د هر څه مسؤل یاست.

د غالب یو شعر دی چي:-

چي موږ ټول همدغه اشتباه کړي صاحبه!

چي ګرد به په څهره وو موږ هنداره پاکوله

Scroll to Top