چا راته ویل سهار کې دا لیکنې ولې کوې؟ ما ورته وویل زه یې خلکو لپاره نه کوم، د ځان لپاره یې کوم، ځکه اوس زه ځان مسئول ګڼم چې هر سهار باید یو څه ولیکم، د دې لپاره هره ورځ باید مطالعه وکړم او په منظم ډول دغه پیل شوي کار ته دوام ورکړم.
نظم دا دی چې د اړتیا پر وخت د اړتیا وړ کار وشي، که څه هم تاسې ته هېڅ خوند نه درکوي.
منظم خلک هغو دي چې د کار خوند پسې نه ګرځي، خو د اړتیا پر وخت اړین کار کوي او همدا نظم د ناکامو او بریالیو خلکو ترمنځ پوله هم ټاکي.
نظم جادويي وړتیا نه ده چې ګني خلکو به ځان سره له زېږونه راوړي وي، دا یو مهارت دی او لکه د نورو مهارتونو په تمرین او تکرار زده کېږي.
د نظم لپاره یو ښه تمرین دا دی چې موږ هره ورځ ځان ته یو کار وټاکو، خپل مسئولیت یې وګڼو او په دې کار کې بیا هېڅ قضایي را نه وړو.
مثلاً دا چې هره ورځ به لس مخه مطالعه کوو. هره ورځ لس مخه لوست لومړی سخت کار وي، خو منظم خلک دا سخت کار کوي، وروسته بیا اسانه کېږي او یو وخت داسې راځي چې انسان ورسره عادت شي، بیا یې که ونه کړي، ورته سخته وي.
د ورځې یو کوچنی کار او هره ورځ ددې کار تکرار د نظم رامنځته کولو یوه هڅه او تمرین دی. داسې کار وټاکئ چې ستاسې په وس وي.
هره ورځ چې دا کار کوئ:
یوه ګټه یې دا ده چې هره ورځ به ځان مسئول احساسوئ.
بل چې کومه ورځ ټاکل شوی هدف ترلاسه کوئ، نو سبا به بیا کار ته هڅېږئ.
ارواپوهان وایي چې هدف ټاکل او بیا هغه هدف ترلاسه کول، د انسان پر ځان باور زیاتوي، نو که هره ورځ یو کوچنی کار ټاکئ او هغه کار په بریالیتوب کوئ، پر ځان به مو روزانه باور هم زیاتېږي.
بله ګټه یې دا ده چې ستاسې دا ورځنی کار به حتمن یوه پایله هم لري او دا پایله به یې د مرکب اغېز په برکت ورځ په ورځ لویېږي.
مثلاً که هره ورځ لس دقیقې ورزش کوئ، نو څو میاشتې وروسته به وزن کنترول وي، ساه به مو اوږده وي او غړي به مو ښایسته وي..
که هره ورځ لس دقیقې مطالعه کوئ، په میاشت کې به یو کتاب ختموئ، په خپله برخه کې مو پوهه زیاتېږي، معلومات به پراخېږي، بحثونه به مو منطقي کېږي او د وینا لپاره به ډېر څه لرئ.