د اردو ژبې لوی او د ځانګړي سبک خاوند کیسه لیکوال، فلمي سناریو لیکونکی، ژورنالېست او ژباړن سعادت حسن منټو د ۱۹۱۲م کال د مې پر ۱۱مه د متحده هندوستان د پنجاب د لودیانې په سمبراله سیمه کې وزېږېد او د هند د نیمې وچې له وېش وروسته پاکستان ته راکډه شو. دی له آره کشمیری و. منټو له وړوکوالي په کور کې یو ترهېدلی ماشوم و، چې د میرنیو وروڼو، خوېندو او پلار د ستغ چلن له امله یې ځان نشوای ښکاره کولی. له ماشومتوبه یې لا په زدکړو کې زړه نه لګېده. د لسم ټولګي په ازموینه کې له درې ځله ناکامېدو وروسته په ۱۹۳۱م کال کې په دې ازموینه کې بریالی شو. په لوړو زدکړو کې یې دوه کالجونه بدل، رابدل کړل او وروسته یې انساني ارواپوهنه خپله موضوع وټاکله.
منټو د یوې داسې جغرافیې اوسېدونکی و، چېرته چې مذهبي کړکیچونه، شخړې، ټولنیزې ناخوالې، اخلاقي کمزورۍ، د دین په نامه سوداګرۍ، جنسي کاروبارونه، د ښځو او کارګرو طبقو زبېښاک، ټولنیزې بې عدالتۍ او ډېرې نورې ناوخوالې یې له هېچا پټې نه دي.
منټو ټول ټولنیز چوکاټونه مات کړل، د هیچا او هیڅ زور پروا یې ونه کړه، په پوره جرئت د دې ناوخوالو په مقابل کې ودرېد او په هر ځای او هر ډول شرایطو کې یې یواځې یو شی ولیکه او ووایه؛ (حقیقت)!
په دې توګه یې تل هڅه وکړه چې د نړۍ تر ټولو ستونزمن کار، یعني انسان ته د هغه اصلي څېره وروښیي. منټو پوهېده چې سعادت حسن وخت کم لري، نو بې له مقدمو او تشریفاتو د ټولنې تل ته ورښکته شو او د ټولنې له لوري سپکو، ورکو او منزوي شویو کردارنو ته یې د خپل بې جوړې قلم د حقیقت نګارۍ په مټ داسې ژوند وروباښه چې تر ننه یې اردو ادب جوړه موندلی نه شي، یانې په اردو ادب کې یو منټو و.
د اردو ادب لوستونکي پوهېږي چې منټو څومره د بدنامې زمانه لیکوال و.
منټو د ډمو، رنډیو، ټانګه والو، موچیانو، جوالیانو، کارګرانو او په ټوله کې د ټولنې د هغو محکومو طبقو استازی لیکوال دی چې هم مړه دي، هم پړه. منټو په خپل ټول ژوند کې یې بې له کومې تمې د دوی غږ پورته کړی دی او د دوی په سر یې د حاکمې طبقې له لورې محکمې، جرمانې او زندانونه ګاللي او بې شکه چې دا د ستر او په سمه مانا د یو ستر انسان خصلت دی.
سعادت حسن منټو د پاکستان تر جوړېدو پخوا هم په هند کې د اردو ژبې د یوه بیاوړي کیسه لیکوال او فلمي سناریو لیکونکي په توګه پېژندل شوی و. د پاکستان تر جوړېدو وروسته یې هم ډېرې عالي او په زړه پورې کیسې ولیکلې، چې مهمې یې ( ټوبه ټیک سنګهه، خلاصه کړه، سړه غوښه، لوګی، بوی او نورې) دي. منټو د ۱۹۵۵م کال د جنورۍ پر ۱۸مه په لاهور کې ومړ.
#نېکزاد