ستاسو ارزښت_ عبدالبصیر مومند

استاد د سلو افغانيو نوټ پورته کړ او پوښتنه يې وکړه : دا څوک غواړي ؟ ټولو شاگردانو لاسونه پورته کړل ، وروسته . په دواړو لاسونو وه مروړه او بیا یې شاگردان وپوښتل : دا څوک غواړي ؟ هغوی بیا ټولو لاسونه پورته کړل ، وروسته په ځمکه وغورځاوه او په پښه يې په کلک سره وموښه او په خاورو يې ولاړه ، راوايې خیست او بيا يې شاگردانو ته ونیو چې څوک يې غواړئ ؟ هغوی ټولو لاسونه پورته کړل چې مونږیی غواړو .
استاد نوټ له خاورو پاک کړ په لاس کې يې نيولی و او شاگردانو ته يې وويل : دا ستاسو د نن ورځي درس ده ، تاسو وليدل چې د دې نوټ حالت په څو ډوله بدل شو خو بيا يې هم ارزښت تغیر ونکړ په خپل حال پاته ده ، تاسو هم کټمت د دې نوټ په څیر یئ ، که هرڅومره له سپکاوي سره مخامخ شئ ، د ژوند په اوږده لاره وښوئيږئ ، څوک مو د اهمیت د کمولو کوښښ وکړي او آن له ډبولو او ترټلو سره مخامخ شئ ستاسو ارزښت ، وړتيا او صلاحيت هيڅ تغير نشي کولی په خپل حال به پاته وي ، ځکه له دې ټولو تغيراتو او ښکته پورته حالاتو وروسته تاسو کولی شئ بيرته ولاړ شئ او د عزم او هوډ لاره ونیسئ . ستاسو ارزښت او وړتيا يواځي هغه وخت له منځه ځي چې پرځان باور له لاسه ورکړئ .

Scroll to Top