سایکوپات وګړي یا Serial Killers- څلورمه_برخه

هغه علتونه چې فرد په سايکوپيت ناروغۍ اخته کوي؟

۱د کورنۍ او ټولنه:

کورنۍ او ټولنه يو له هغو ځايونو څخه ده، چې د فرد راتلونکی ژوند په کې تعينېږي.

که چيرته له يو ماشوم يا يو وګړي سره په کورنۍ يا ټولنه کې غير عادي او نامطلوب سلوک ترسره شي، دوی تهديد او ورټل شي، له ټولنېوشړل شي، باورونه او فکرونو ته يې په کمه سترګه وکتل شي، رشخند پرې ووهل شي، فرد مجبورېږي چې د نورو په وړاندې عقده پيداکړي او ټولنې ته په لوی لاس ضرر رسونکی واوسي.

۲بې وزلي:

اقتصاد د ژوند مهمو اړتياوو څخه شمېرل کېږي، هغه وګړي چې کمزوری اقتصاد لري او نه شي کولای په اسانۍ سره خپلې او د کورنۍاړتياوې پوره کړي، مجبورېږي چې د بېلابېلو غلطو لارو ټولنې او خلکو ته ضرر ورسوي.

۳د والدينو بې توجو توب:

والدين مجبور او مکلف دي، دومره ماشومان وزېږوي، چې پاملرنه او روزنه يې کولای شي، زمونږ په ټولنه کې بدبختي دا ده، چې والديندې برخې ته هيڅ توجو نه کوي، ماشومان راوړي او بيا هغه شته حقونه او ضرورياتونه يې نه شي پوره کولای، وخت نه ورکول کېږي، خبروته يې غوږ نه نيول کېږي، دا کړنې خپله د دې لامل کېږي، چې فرد ضررناک ثابت شي.

۴تېر ژوند:

د فرد تېر ژوند، راتلونکی مستقيم د اغېز لاندې راولي، هغه وګړي چې په تېر کې ورسره بدې پېښې او ناوړه کارونه ترسره شوي وي، په دغهاختلال یا ناروغۍ اخته کېږي.

۵د ماشومتوب ژوند:

څرنګه چې سايکوپيت يو ډول شخصيتي اختلال دی، نو مونږ بايد هڅه وکړو، چې دغه اختلال په ماشومتوب کې مشاهده کړو او د حللپاره يې لاس په کار شو (دا هغه افراد دي چې يا د ټولنې لخوا رټل شوي وي او يا شړل شوي وي، دوی شايد له صنفه ويستل شوي وي،شايد پسخند شوي اوسي، يا ورته توهين امیزه جملې کارول شوي وي).

۶د امېګدال برخه:

هغه وګړي چې په سايکوپيت يا سايکوپات اخته دي، نسبت عادي وګړو ته يې د امېګدال برخه کوچنۍ او ډېره فعاله نه ده.

امېګدال يا بادامي مغز د مغز هغه برخه ده، چې د يو فرد احساسات، هيجانات او د تهديدونو په وړاندې غبرګون کنټرولوي، نو په دېاساس دغه وګړو کې ستونزې وي.

که څه هم دغه ناروغي د ژنتيکي، محيطي او فرهنګي عواملو څخه سرچينه اخلي، هغه افراد چې په ماشومتوب کې د حقارت سره مخشوي وي او يا يې والدين يې په مخدره موادو باندې اخته وي، يا په شخصيتي اختلال باندې اخته وي، په سايکوپات اخته کېږي.

Scroll to Top