دوی غواړي تل ترې نور ووېرېږي او د خلکو په فکرو کې واوسي:
روان ځورونکي افراد جذاب شخصيت لري، له دې خوند اخلي چې نور يې تل په اړه فکر وکړي او ترې ووېرېږي.
دغه ډول افراد تل په لوبه کې دخيل وي، يانې غواړي تل ولوبېږي او نورو سره اړيکې ولري.
دوی داسې رفتار له ځانه څرګندوي، چې ته به وايې دوی له مونږ سره موافق او همفکره دي؛ خو په حقيقت کې داسې نه وي، دوی ځکه لهځانه داسې رفتارونه ښکاره کوي، تر څو ستاسې په احساساتو او سلوک واکمن شي او د خپلو موخو لپاره مو استفاده کړي.
• په جنسي مسايلو کې هيڅ قيد نه مني:
دغه ډول افراد په اسانۍ سره کولای شي، نور د جنسي غريضې د سړولو په حيث وکاروي، حتا دوی په يو وخت کې له څو کسانو سرهاړيکې ټينګوي او غواړي ټول د خپل کنټرول لاندې راولي او ناوړه استفاده ترې وکړي.
دوی په ټولنه کې د نورو سره سازګارۍ ته په اسانۍ نه رسېږي، خو د جنسي مسايلو په برخه کې غواړي، ځان په دروغجن ډول عاديوښايي.
• په ځان مئين وي:
دوی اکثره خپل صفت کوي، که په هر ځای کې ورته موقع برابره شي، د خپلو لاسته راوړونو او کړنو په اړه خلکو ته خبرې کوي، دغه کړنېد دې سبب کېږي چې ځان ډېر مهم وښايي او نور ځانته جذب کړي.
• دوی په ژوند کې کوم لوی هدف نه لري:
شايد ځيني سايکوپاتي اشخاص ښه وظيفه او شغل ولري، خو مګر د دوی لپاره دغه شغل او وظيفه کوم ارزښت نه لري.
د يوې څېړنې له مخې چې د (کوين داتن) په نوم د ارواپوه لخوا ترسره شوې ده، په ډاګه شوې، چې دغه ډول افراد شايد مديران، تلويزونيڅېرې، خرڅونکي، جراحان، اشپزان او دولتي کارمندان اوسي، که څه هم دغه کړنې روغ اشخاص سرته رسوي، خو دوی د خپلو موخولپاره دغه دندې ترسره کوي، تر څو پرې نور ونه پوهېږي.
• مسوليت منونکي نه دي:
دوی په خپلو تېروتنو نه پښيمانه کېږي او د خپلې هرې غلطۍ پړه په نورو اچوي او ځان ترې خلاصوي.
• په جرمونو ککړ اوسي:
دغه وګړي اکثره په ډول ډول جرمونو ککړ وي، چې په ټولنه کې يې سرته رسولي دي.
• ستړيا او فشار:
د سايکوپات او عادي وګړو ترمنځ توپير په دې کې وي، ځيني وخت مونږ د ډېرې ستړيا او فشار له وجې له ځان ورته کړنې څرګندوو، چېدغه کړنې د لنډې مودې لپاره وي؛ خو سايکوپاتي وګړي تل تر تله په دې نښو اخته وي.
• تل دروغ وايي:
دوی عادت لري، چې تل دروغ ووايي او د خپلې هرې نيمګړتيا او تېروتنې لپاره ډول ډول بهانې جوړي کړي.
دوی په خپلو دروغو فخر کوي او د نورو په اړه چې دوی به د دوی د دروغو په اړه څه وايي، هيڅ فکر او وخت نه ضايع کوي.
• دوی جذابيت لري، خو مګر جذابيت يې صرف ظاهري بڼه لري:
څنګه کولای شو، د ظاهري جذابيت او واقعي جذابيت ترمنځ توپير وکړو؟
د دغه دواړو ډولونو د جذابيت توپير کول ډېر سخت دي، ځکه چې دواړه ډول اشخاص يو ډول تر سترګو کېږي؛ خو مګر يو ډول يېرښتيني جذابيت لرونکي او بل يې فريب ورکونکي دي.
سايکوپاتي اشخاص پوهېږي، چې له نورو نه د ناوړه استفادې يا غلطې استفادې لپاره بايد نورو ته نزدې او د هغوی باور لاسته راوړي،نو د دې لپاره دوی ته په کار ده چې تر څو ډېر د جذابيت وړ اوسي.
شايد دغه ډول افراد له ځان په لوړه کچه ټولنيزې کړنې هم ښکاره کړي، مګر دا ټولې کړنې يې فريبانه بڼه لري او خپلې موخې ته د رسېدوابزار يې دي.
هغه خلک چې د دوی تر اغېز لاندې راغلي وي، دوی ته تسلېمېږي او د دوی خبرې مني، چې په نتيجه کې د سايکوپات اشخاصو د ښکارسبب ګرځي.
يوه مهمه ځانګړنه د سايکوپات اشخاصو دا ده چې دوی زر هيجاني کېږي او د نورو احساساتو او هيجاناتو ته په ارزښت او درنښت نهقايلېږي.
دوی د بېلابېلو لارو په استفادې غواړي نورو ته ضرر ورسوي او اکثره يې په دې لټه کې وي، چې تاسې ووژني او ستاسې له زجره خوندهواخلي.
• سايکوپاتي وګړي د احساس درک نه لري:
هغه وګړي چې په سايکوپيت اخته وي، د احساس درک نه لري، خو کولای شي، چې د احساساتو په ډول دروغ له ځانه ښکاره کړي، لکه دمثال په ډول که يو کس ډېر غمجن وي، دا ورته د دروغو تلقينونه ورکوي او هڅه کوي، چې ځان ورسره همدله او همدرد وښايي، خو مونږ نهشو کولای د هغوی په ظاهر کې د دردمنتوب اثرات وګورو.
څېړنو ښودلې ده، هغه افراد چې نورو ته رواني زيان رسوي، د نورو له ناراحتۍ خوند اخلي او د يادې ناراحتۍ په اړه پوره درک او پوهه نهلري.
پوهانو په يوه څېړنه کې د يوې قاتلې ښځې د قتل په اړه وپوښتل، په جواب کې ښځې وويل: (زه چې کله يو فرد وژنمه، د هغې څیرې تههيڅ پام نه کوم، بلکې د هغې له وېرې او مړه کېدو خوند اخلم).
د سايکوپاتي اشخاصو د پېژندلو يوه بله نښه دا ده، چې د دغه ډول افرادو عکس العمل د پيش بينۍ وړ نه وي، يا په بله مانا مونږ نهپوهېږو، چې دوی به څه ډول عکس العمل له ځانه ښکاره کړي.
• دغه ډول وګړي په ناوړه استفاده کې استادان دي:
اکثره سايکوپاتي اشخاص په دې توانا دي، چې ځان د اخلاقي او وجداني قيد او ګيره خلاص کړي او په سخت زړه سره خپلې موخېترسره کړي، دوی ځان ته هيڅ ډول د قيد ګيرۍ اصول نه وضع کوي او نه يې مني، حتا دوی په مالي، شخصي او حرفه يي برخه کې همازاد دي.
سايکوپات اشخاص کولای شي، د بېلابېلو انګېزو له وجې د نورو سره په ظلم، تقلب او ناوړه استفادې لاس پورې کړي، شايد دروغ ووايي،شايد نور وګړي شرمنده کړي، يا يې له موقفه وغورځوي او په هغوی تسلط پيدا کړي، د دوی لپاره مهمه او کليدي جمله په نورو (واک) لرلدي.
د دې لپاره چې خپلو موخو ته ورسېږي، نور وګړي ورته هسې پالتو شيان ښکاري او حتا په يو ډول کړنه کې هم صرفه نه کوي.