سادیزم!

د ساديزم کليمه کېدای سي ډېرو اورېدلې وي، خو برداشتونه به د دوي ټولو تر منځ مختلف وي.

د اروا پوهني له نظره دا لفظ څه معنا لري؟

ساديزم يوه شخص ته د نورو خلګو پر وړاندي بدني، ذهني او جسمي زيان رسول دي، چي د زيان رسونکي د خوند او آرامښت سبب ګرڅي.

خو ولې ورته ساديزم ويل کيږي؟

د ۱۸ پېړۍ په وروستيو کي په فرانسه کي د مارکي دوسا په نوم ليکوال په خپلو ليکنو کي د دا ډول وګړو د شخصيت ځانګړني بيان کړي دي، او د ساديزم اصطلاح هم د همده له نوم دوسا څخه اخيستل سوېده.

ساديزمي وګړي د نورو پر وړاندي د نورو وګړو د سپکولو، مسخره کولو، بدني، ذهني او جنسي ځورونو څخه خوند اخلي، او کله، کله له ځانه جنايتکارانه او جګړه ايز رفتارونه هم ښکاره کوي.

د ساديزم اختلال څه شي دئ؟

په ساديزم اخته کسان معمولاً د نورو خلګو د رنځ او ناراحتۍ د ليدلو څخه خوند اخلي. دغه کسان نه يوازي د خپلو ساديزمي کړنو اړوند د خوښۍ احساس کوي، بلکي غواړي چي دا حالت په نورو خلګو کي هم وويني. په ساديزم اخته کسان تل له خپله ځانه ظلم او جنايت ښيي.

ساديزم د عمر په کومو کلنو کي شروع کيږي؟

د نوي ځوانۍ او د لوړ عمر په اولو وختونو کي ځان ښکاره کوي، او د هيڅ ډول درملو د مصرف، جسمي ناروغۍ او د ساديزم مخکي دماغي ضربې پوري اړه نه لري.

د ساديزمي ګډوډيو ډولونه کوم دي؟

۱: اجباري ساديزم: دا ډول ساديزم په هغو کسانو کي چي لوړ مقام او مسووليتونه لري ليدل کيږي، دا ډول کسان ځان په هغو ځايونوکي ويني چي ټول خلګ تر خپل نظر او کنټرول لاندي راولي، او د نورو د مجازات کولو څخه خوند اخلي. دا ډول کسان ډېر د خوښۍ احساس کوي چي نور خلګ په داسي اقداماتو مجبور کړي، تر څو خپل ځان ته ي، قوي او غښلی احساس ور په برخه کړي.

۲: انفجاري ساديزم: دغه ډول کسان معمولاً د وړاندويني خلاف ډېره غوسه او خښم له ځانه ښکاره کوي، او په پايله کي د خپل ژوند څخه نا اميده کيږي.

په خطرناکو موقيعتونو کي خپل کنټرول له لاسه ورکوي، او د فکر کولو پر ځای په غوسې او ظلم لاس پوري کوي.

۳: ذهني ساديزم: دغه ډول کسان ددې پر ځاي چي نورو خلګو ته ضرر او تکليف ورسوي، په خپل ذهن او خيال کي تصوير جوړونه کوي، او د ساديزمي اعمالو د تخيل د قوې په مرسته په خپل ذهن کي تصوير او تصور يې کوي. دا تفکرات بې له شکه په يوه انسان کي د تخيل د قوې په ضعيفه کولو او د ذهن په ناروغه او خسته کولو کي برخه اخلي.

۴: سمبوليک ساديزم: په دې حالت کي يو شخص غوښتنه لري، تر څو خلکو ته د رواني پلوه آزار او تکليف ورسوي، او ددې لاري د خوښۍ احساس وکړي.

دغخه ډول کسان تل د نورو خلکو تحقير او توهين کوي، او خصوصاً د ډېرو خلکو د را ټولېدو په وخت کي د خوښۍ او اطمينان احساس کوي.

۵: جسمي ساديزم: په دې حالت کي يو شخص د خپل بدني طاقت څخه په کار اخيستلو نورو خلګو ته تکليف رسوي، او د خوښۍ احساس کوي.

پايله: تر اوسه پوري هيڅ يو دقيق، روښانه او واضح دليل نسته چي انسانان ولي په ساديزم اخته کيږي. ځيني خلک عقيده لري چي ساديزمي حالات د انسان په خپل لاس کي دي او هيڅ نه پوهېدنه په دې کي وجود نه لري. اما نور خلک په دې عقيده دي چي ساديزم د بيولوژيکي مشکلاتو په خاطر په انسان کي پيدا کيږي.

ماخذونه:

ساديزم څه ته وايي؟ ليکوال: حسن خان درمل

سلامت روان : په دري ژبه د نمناک ويب سايټ څخه ليکنه

ساديسم چيست؟ مجله سلامت جسم و روح دري

Scroll to Top