‏روژه او احساس / منتشر شاهي

پوښتنه مې ترې وکړه، چې اعظم کاکا سبا مې شاوخوا پنځوس ملګري روژه‌ماتي ته ميلمانه دي، پيکوړې مې په کار دي نو پيشه‌کي څو روپۍ درکړم؟

کاکا راوکتل او موسکی شو:

«څو ورکولی شې؟»

داسې راته وبريښده، چې کاکا مې توهین کړی وي.

له مودو يې پيژندم، دا پوښتنه ډيره بې ځايه او کنايه ډوله وه. جيب ته مې لاس کړ او له اصلي قيمته ډيرې پيسې مې د کاکا مخ ته کېښودې.

کاکا پيسې ورواخيستې، ما ته يې بيرته ونیولې او راته يې کړه، چې دا پيسې له سړکه پورې غاړې هغې بوډۍ ته ورکړه او سبا راشه سمبوسې او پيکوړې دې وړه. زما کار دې وچلاوه. روژماتی رانږدې وه او له ما سره دومره پيسې نه برابريدې، چې وريې کړم. اوس به خوارکۍ د يو څو پيشلميو او روژماتو له سوچه خلاصه شي.

خولې، خولې شوم. هغه دې څه کيږي؟

بې اختیاره مې له خولې ووتل.

کاکا غصه شو:

«هغه مې مور ده، خور مې ده او لور ده. تاسو شتمن د رشتو په قدر څه پوهيږي، د چا چې انسانيت له ياده وتی وي، د رشتو به څه قدر وکړي؟

خوارکۍ درې ساعته ولاړه ده، نه لاس اوږدوي او نه يې څوک ورکوي. تاسو وږي اوسيدل روژه ګڼي او په خيټه ماړه خپلوانو ته روژه‌ماتی برابرول، ثواب.

که له روژې سره، سره دې احساس راويښ نه شو نو دا روژه نه بلکې يواځې او يواځې لوږه تنده تيرول دي او بس! »

زه غلی د هغې بوډۍ په لور روان شوم او فکر يوړم. خپل ايمان مې تله. زما په لاس کې چې کومې پيسې وې، دا زما نه بلکې د هغه غريب پکوړو والا وې. زما پيسو رشتې استوارولې او د کاکا پيسې د خدای ج رضا ترلاسه کولو ته تلې.

سوچ وړی وم، چې په دې بوډۍ کې ما ته مور، خور او لور ولې نه مالوميده؟

ای کاش ما هم د کاکا له سترګو کتلی شوای، ای کاش ټول د حيثيت خاوندان هم د ورته سترګو خاوندان وای!

Scroll to Top