ذهني بلوغ څه ته وايي / ژباړه جاوید کریمي

د پخته ګۍ Maturity /یو لیول دا وي چې تاسې وضاحت ورکول پرېږدئ،او خاموشي اختیاروی،بحث نه کوی،که یو څوک درته بد رد هم ووايي تاسې په يوې نرۍ مسکا سره ترې مخکې ځی او ورته وايی: چې هو سئي ده ،
ددې مطلب دا ندی چې هغه درته څه وویل ته همغسې يې،بلکه ترې هدف دا وي چې تاسې ته مخاطب او د مخاطب خبرې د اهمیت وړ نه وې.
په ياد مو وي ځینې وخت موټر پسې سپي تر يوه وخته او تر یو ه ځایه غاپي او منډې وهې،
نه سپی له تاسې موټر اخیستی شي،نه په موټر کې کېناستل غواړي او نه هم سپي ته د موټر چلول زده وي،
له تاسې به ځينو دا تجربه کړې وي،چې که موټر ودریږي نو سپی به شاته منډې وهي ،مګر دې سره به تاسې یوازې خپل يو څو لحظې وخت ضایعه کړی وي او بس،
خو ځينې خلک ورته هيڅ توجه نکوي او خپل مزل ته دوام ورکوي او پوهیږي چې غپا د سپي عادت دی،
عین همدا شان کله چې تاسې د ژوند په سفر د خپل منزل به طرف روان ياست،ځینې له خپله عادته مجبور انسانان بغیر له کوم هدفه ستاسې د سفر/مزل مخکې خنډونه جوړوي،نو دې پر ځای چې له هغوی سره خپل قیمتي وخت ضایع کړی او خپل مزل وځنډوی،خپل منزل په طرف بغیر له وقفي روان شی.
#ژباړه

Scroll to Top