دوهمه برخه/د روان او روغتيا له پلوه د مطالعې ارزښت!!


لوستونکي هغه وخت چې د يوه کتاب په مطالعه کې ډوب وي د ماغزو مختلفو برخو دندې يې تنبي کېږي او مختلفو څېړنو دا ثابته کړې هم ده چې لوستل د لوستونکو لپاره مختلفې روغتيايي ګټې لري. لوستل ذهن او فکر ته ارتقا ورکوي او همدرانګه د مثبت ژوند په لوري مو راهي کوي. ساينس تائیدوي، چې لوستل ژور خفګان او فشار له منځه وړي او همدارنګه د زړه ټکان او د وينې لوړ فشار ټیټوي او د الزايمر ناروغي د رامنځته کيدو مخنيوی کوي. ډېری خلک په مختلفو برخو لکه، لنډې کيسې،حکايتونه، ناول…او نورو کې لولي. خو دا هره يوه برخه يې لوستونکي ته بېلابېلې ګټې هم لري. موږ به يې درته په لنډ ډول خلاصه کړو.

– د لنډو کيسو د لوستلو ګټې!
لنډې کیسې چې په پښتو ژبه کې هم ډېر مينوال او ليکونکي لري، اکثره لوستونکي يې په دې خوښوي چې کرکټر،پلاټ…او نور يې تغير کوي. او ځينې وخت پکې يو څوک شهزاده، داړه‌مار او يا هم د پخه عمر کس پیژندل کېږي او بېلابېل رولونه پکې ترسره کوي. لنډې کیسې لوستونکي ته د انتقادي تفکر،ذهني پياوړتيا،احساسي‌ځيرکتيا…او نورو برخو کې پياوړتيا ورکوي. د لنډو کيسو لوستل لوستونکي ته يو تصوري محيط رامنځته کوي او لوستونکي ته د ځان جوړونې فرصتونه په لاس کې ورکوي. د لنډو کيسو يو شمېر ګټې په لاندې ډول ولولئ.

– لومړی: د لنډو کیسو لوستل د لوستونکي حافظه پراخوي!
کله چې يو څوک لنډه کيسه لولي، په کيسه کې هر څه، ډيالوګ،پلاټ،لوبغاړي… او نور بايد په ذهن کې وساتي.
د همدې له امله زموږ د ماغزو وظایف پراخه کېږي. ذهن هم لکه د عضلاتو په څېر تمرين او ورزش ته اړتيا لري، او د لنډو کيسو لوستل د ماغزو لپاره ورزش دی.

– دوهم: د لنډو کيسو لوستل لوستونکي خوشاله کوي!
په ورځني ژوند کې، د لنډو کيسو د ټولګو درلودل او د هغوی لوستل يو روغتيايي او آرام بخښونکی څېز دی. د لنډو کيسو لوستل مو له منفي فکرونو ژغوري او د ذهني فشار او خفګان کچه مو راټيټوي. د لنډو کيسو لوستل او په عمومي ډول ټول کتابونه ډېرې روغتيايي او رواني ګټې لري خو په لنډ ډول که ووايو چې کتاب لوستل خوشالي دربخښي.

– درېيم: د لنډو کيسو لوستل مو د تحليل او فکر کولو مهارت پراخوي!
په مختلفو طريقو سره د لنډو کيسو لوستل ستاسو تحليل او فکر پراخوي. دماغ تر ډېره په دې کار کوي چې لوستل شوي شيان منظم او تنظيم کړي. کله چې په لنډو کيسو کې د کرکټر،ډيالوګ او پلاټ په اړه لولئ ستاسو فکر او تحليل د همدوی په اړه متمرکزه کېږي او د دوی پايلې او راتلونکي برخو باندې دماغ تحليل او فکر په کار اچوي. نو په همدې آساس لنډې کيسې د لوستونکو فکر او تحليل کچه پراخوي.
د لنډو کيسو له جملی ځينې هم غير خيالي کيسې ليکل کېږي. او د هغوی ګټه لوستونکي ته ده وي چې عبرت ترې اخلي مثبت ټکي يې په ژوند کې عملي کوي او منفي هغه يې له ژوند څخه لېرې کوي، له تېروتنو يې درس اخلي او د ښه ژوند جوړولو لپاره ترې پند اخلي.

Scroll to Top