دوه کوترې او د میاشتې ۴۰۰۰ پاونډه لګښت

انګلستان: یوې مېرنې دوه کوترې د خپلو بچو په توګه منلي او هر میاشت پرې ۴۰۰۰ پونډه یا نږدې ۴۵۰ زه افغانۍ معادل لګښت کوي.

ویل کېږي چې دې دواړو کوترو ته قیمتي خواړه اخیستل کېږي، د جامو المارۍ لري، یوه خونه ورته جلا شوې ده، نرمې بسترې لري او دګرځولو لپاره یې د ماشومانو د ګرځولو په څېر ځانګويي بایسکلونه هم اخیستل شوي دي.

دغه کوترې چې موس او اسکای نومېږي، ۲۳ کلنې میګي خپل کور ته نږدې پیدا کړي او ځان سره یې ساتلې دي.

میګي وايي چې دا کوترې یې لومړیو کې وساتلې، په لاس به یې خواړه ورکول، خو دواړه شاهانه ژوند لري او کلیزه یې هم نمانځل کېږي.

ویل کېږي چې هرې کوترې ته لسګونه جوړه جامې جوړې شوي چې د هرې جوړې بیه له ۴۰ تر ۵۰ ډالر ده.

Scroll to Top