د ژوند درسونه، څوک ځواکمن دی ؟ / ساجد شینوازی

ځواک په مینه کې دی، ځکه چې مین ځواکمن دی او کولای شي، چې په ځان غوښتنې باندې غالب شي . ځواک په خوښۍ او خوند کېدی، ځکه چې خوشاله کسان کولای شي، چې ستونزې او سختۍ له منځه یوسي . ځواک په آرامتیا کې دی، ځکه چې آرامه کسان غښتلیوي او هېڅکله نه شکمن کېږي . ځواک په صبر کې دی، ځکه چې صبر کوونکی شخص کولای شي، ستونزې او کړاوونه په ښه توګهوزغمي . ځواک په بښنه کې دی، ځکه چې بښونکی ځواکمن وي . خبرې او عمل یې مثبت دي او تل د خیر ښېګڼې په لاره کې ګام پورتهکوي . ځواک په مهربانۍ کې دی. مهربانه شخص ځواکمن وي، ځکه چې کولای شي له نورو سره مرسته وکړي .

ځواک په ایمان کې دی، مؤمن ځواکمن وي، ځکه چې په خدای (ج) باندې په ایمان لرلو سره کولای شي د نیمګرې او مادي دنیا ټولېستونزې شاته پرېږدي او د خپلې تل پاتې او حقیقي دنیا د ښکلا له پاره هڅې وکړي . ځواک په منځلاري توب کې دی، ځکه چې منځلاريکسان کولای شي، چې له غچ اخیستلو څخه ډډه وکړي .

نوی واده :

طلاق موږ دې ته اړ کوي، چې د نوې اړیکې له پیل څخه مخکې ځان وازمایو. له ځان سره د مینې کولو په لارو چارو ځانونه پوه کړئ، خپلکمزوري او غښتلي ټکي پیدا کړئ . د ډېرو ماتو اصلي لامل دویم واده دی، هر هغه څوک چې دویم واده یې کړی وي، نو د خپل پخوانيواده تر اغېز لاندې وي، هره اړیکه کولای شي یو ښه فرصت وي . د یوې ښې اړیکې له پاره د وخت لګښت ته اړتیا ده . وارزوئ، چې نویفرد د ګډ ژوند په اړه څه احساس لري .

له واده مخکې لاندې ټکي په پام کې ونیسئ :

ـــ د مخکیني واده تېروتنې پیدا او ورڅخه د عبرت درس واخلئ .

ـــ د داسې مېرمنې په لټه کې مه اوسئ، چې له پخوانۍ مېرمنې سره مو ورته والی ولري .

ـــ د خپلو اړیکو د ښه والي په موخه کتابونه او مقالې مطالعه کړئ او له مثبتو او اغېزمنو ټکو څخه یې په خپل ژوند کې ګټه واخلئ .

ـــ هر فرد چې ستاسو ژوند ته داخلېږي، فرد ته د یوه منحصر فرد په توګه، په خاصو ځانګړتیاوو یې وارزوئ او له خپلې پخوانۍ مېرمنېسره یې مه پرتله کوئ .

ـــ هڅه وکړئ، چې په نوې اړیکه کې برابري او مساوات مراعات کړئ .

ـــ په ژوند کې له بنسټیزو بدلونونو څخه ډډه وکړئ .

ـــ د ژوند نوي پړاو ته په ننوتو سره، له خپلې کورنۍ او دوستانو سره اړیکې لا پسې ټینګې کړئ .

ـــ ډاډ من شئ، چې تاسو او نوې مېرمن مو یو بل ته ژمن یاستئ او همداسې به ژمن پاتې کېږئ .

ښځې او د هغوی خاوندان دې یې ولولي :

۱ ـــ یو د بل کورنۍ ته بدې ردې مه وایئ، ځکه چې هر څوک له خپلې کورنۍ سره ډېره زیاته مینه لري .

۲ ـــ یو بل ته درنښت ولرئ او په هر ډول شرایطو کې هڅه کړئ، چې بدې خبرې مو له خولې څخه را بهر نه شي .

۳ ـــ د امکان تر بریده یو د بل آزادي مه محدودوئ، که چېرې په هغې مو باور نه درلوده، نو واده به مو سره نه کاوه .

۴ ـــ له خپلې مېرمنې سره وفادار واوسئ او له هغې آزادۍ څخه چې یو بل ته مو ورکړې ده، بده ګټه مه پورته کوئ .

۵ ـــ اړینه نه ده، چې هر ځای ته یوځای لاړ شئ، کېدای شي دا به مو خوښېږي، چې له خپلو ځانګړو ملګرو سره د تفریح له پاره لاړشئ . دا له یو بل سره د مینې د کمښت نښه نه ده .

۶ ـــ هغه هیلې، چې له یو بل څخه یې لرئ، یو بل ته یې ووایئ .

۷ ـــ په خپل ځان کې د ټوکو او د خوش طبیعتۍ روحیه پیاوړې کړئ، تر څو له یو بل سره له خبرو خوند واخلئ . که چېرې مسایلو ته د طنزله لوري وګورئ، نو ستاسو ذهن ته د ویلو له پاره ډېرې خوندورې خبرې راځي، مګر هېڅ وخت په ټوکو کې له بریده مه تېرېږئ.

۸ ـــ د نوښت په لټه کې واوسئ او ځان د یو نواخت ژوند په لومه کې مه راګیر کوئ. یوازې اړینه ده، چې د خپلې خلاقیت قوې څخه کارواخلئ او د نوښتګرو انسانانو ژوند ته لږ ځیر شئ .

۹ ـــ کولای شئ، چې د یو بل د ستاینې له پاره شعر ووایئ .

۱۰ ـــ کولای شئ، یو بل ته له مینې ډک لیک ولیکئ، د بېلګې په توګه یوه مینه ناکه جمله د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ، د خپل خاوند په بکس او یایې هم د هیندارې پرمخ سریښ کړئ .

۱۱ ـــ له یو بل څخه راز مه پټوئ، له دې پرته به هېڅکله ستاسو مېرمن خپلې خبرې تاسو ته ونه کړي .

۱۲ ــ د دې له پاره، چې ستاسو ترمنځ د باور او اعتماد فضا له منځه لاړه نه شي، نو یو بل ته درواغ مه وایئ .

۱۳ ـــ هېڅکله یو پر بل زړه مه خوږ وئ، ځکه چې د هېڅ انسان نه خوښېږي، چې یو پر بل باندې زړه خوږی ولري، یوازې هڅه وکړئ، چېد خپل خاوند حال او شرایط درک کړئ .

۱۴ ـــ هېڅکله خپله مېرمن له نورو سره مه پرتله کوئ، ځکه چې ورو ورو له تاسو څخه ناهیلې کېږي .

۱۵ ـــ کېدای شي، په نظریاتو کې مو توپیر وي، دا د ناسم پوهاوي نښه نه ده، د ژوند ځینې ښکلاوې په همدې توپیرونو پورې تړلې لري .

۱۶ ـــ که چېرې له خپلې مېرمنې سره ستونزه ولرئ، نو د نورو په وړاندې یې بده مه وایئ.

۱۷ ـــ که چېرې له هغې څخه کومه تېروتنه وشي، پرځای د دې چې هغه وګواښې او یا یې په غوسه کړې، د موضوع په اړه له هغې سرهخبرې وکړه، کېدای شي هغه کومه موخه ونه لري او تاسو د بد پوهای ښکار شوي یاست .

۱۸ ـــ که چېرې ومو غوښتل، چې یو پر بل نیوکه وکړئ، نو د یو بل ټول شخصیت تر پوښتنې لاندې مه راولئ، بلکې هماغه تېروتنه، چې لهیوبل څخه شوې ده ووایئ او ټولې ښېګڼې تایید کړئ .

۱۹ ـــ هغه موارد، چې د جرو بحث سبب ګرځي، وپېژنئ او له منځه یې یوسئ . کېدای شي هغه وختونه، چې ډېره موده په کور کې پاتېکېږئ، له یو بل سره ډېر جر وبحث کوئ . پام مو وي، چې له یو بل سره په یوې موضوع باندې څو ځله جرو بحث مه کوئ او هغه موضوعژر تر ژره حل کړئ .

۲۰ ـــ هغه کتابونه مطالعه کړئ، کوم چې د مېرمنې او خاوند ترمنځ د ښه چلند د تګلارو په اړه لیکل شوي دي .

Scroll to Top