د ژور خفګان د مخنیوي لپاره ګټور کارونه / ژباړه عاصم الله عابد

۱ـ هغه څه چې همدا اوس يې لرې په همدې قناعت وکړئ

هر هغه څه چې ته همدا اوس لرې همدا ستاسې موجوده امکانات دي. په همدې قناعت وکړئ.

که چېرې تاسې په امکاناتو ترلاسه کولو کې خرص وکړئ،نو خرص د ذلت کیلي ده .

همدا خرص مو ذلیله کوي او زوروي.

۲ـ مطالعه وکړئ

د ذهني توازن او فکري سمښت لپاره هڅه وکړئ ،چې جسمي او فکري تمرکز مو په مطالعه وي.

دا چاره مو د بې ځایه سوچونو ژغوري او د سالم فکر څښتن کوي مو.

۳ـ په تېر فکر مه کوئ

هغه څه تاسې یې په تېر کې لرئ او زوروي مو،هڅه وکړئ ،چې په اړه يې فکرکولو نه ځان وساتئ.

ستاسې په ژوند کې شايد داسې پېښې تېرې شوې وي ،چې په یادولو يې تاسې زورېږئ ،همدا فکرونه ختم کړئ او خپل فکري تمرکز موپه مثبت لورې ته واړوئ.

۴ـ په قوي ټکو مو تمرکز وکړئ

هغه څه چې ترسره کول يې تاسې ته په روزمره ژوند کې اړین دي،د خپلو لومړیتوبونو نوملړ کې ځای ورکړئ او کار پرې وکړئ.

۵ـ پرتله يي مه کوئ

هڅه وکړئ په ژوند کې مو له نورو سره پرتله يي ونه کړئ ،پرتله يي بې سکوني رامنځ ته کوي.

هر څه چې الله ج درکړي په همدې شکر او قناعت وکړئ.

۶ـ له کوره بهر ووځئ او له طبعیت خوند واخلئ

الله ج د دنیا نظام په داسې ډول خلق کړی ،چې له هرې زاویې یې ننداره کوو ،روح مو تازه کوي.

د طبعیت ننداره ،په کې قدم وهل او له رنګینو يې خوند اخیستل مو ذهن ته سکون درکوي .

۷ـ له ستونزو نه د تیښتې پر ځای ستونزو ته د حل لارې ولټوئ

هغه ستونزې چې تاسې يې ژوند کې لرئ او تل مو زوروي ،حل لارې ورته ولټوئ او ستونزې مو حل کړئ.کولای شئ په دې کار کې بهدوستانو هم مرسته وغواړئ.

۸ـ له دوستانو او ملګرو سره ښې اړیکې وپالئ

د دوستانو سره ښې اړیکې پالل تاسې ته سکون درکوي،دوستانو ته وخت ورکړئ،دوستانو سره مجلس وکړئ او ښکلو ځایونو ته لهدوستانو سره چکر ووهئ،چې دا کار ستاسې د ژور خفګان نه ژغوري.

Scroll to Top