د څار ډولونه Types of Control


د څار ډولونه Types of Control
د څارنې ډلبندي د مختلفو اړخونو څخه شوې ده. خو دلته موږ صرف کړنو ته په کتو د څارنې ډولونه مطالعي کوو.

لومړی
ابتدايي څارنه (Preliminary Control)
دا ډول څارنه د کار د پيل څخه تر مخه شروع کيږي او دا د ستونزو د رامنځته کیدو مخه نيسي او نه پريږدي چې د کار په جريان کې کوم خنډ رامنځته شي.
لکه په يو ساختماني شرکت کې کله چې کاروکونکي کار پيلوي نو مدير ګوري چې کارکونکي ټول محافظتي اصول مراعت کړي او که نه؟کله د هغوی کاري خولۍ پر سر کول، د کار لپاره مخصوص لباس اغوستل او داسې نور…

دویم
همهاله څارنه (Concurrent Control)
هغه څارنه ده چې د کار په جريان کې رامنځته کېږي، يعنې دا چې کارونه جريان ولري مدير ددغو کارونو څخه څارنه کوي، یاد وخت که کومه ستونزه را پيدا کيږي نو مخکې له دې چې ستونزه پراخه شي، مدير د هغه ستونزې د حل لپاره لار لټوي. د همهاله څارنې ښه مثال، د مديرانو په دوامدار ډول د فعاليتونو څخه نظارت دی.

دريم
فيډبک څارنه (Feedback Control)
هغه څارنه ده چې د کار د پای ته رسيدو وروسته شروع کيږي، په دې ډول څارنه کې مدير ته دا معلوميږي چې د ادارې په کومه برخه کې ستونزه وه او که نه؟
د ادارې اهداف په مکمل ډول تر لاسه شوی دي او که نه؟

Scroll to Top