د ځان مدیریت مهارتونه تاسې ددې جوګه کوي تر څو خپل موثریت اعظمي کړئ ، که په کومه اداره کې کار کوی یا خپل شخصي کاروبار پر مخ وړی کولای شی هلته مو خپل فعالیت ښه کړئ او خپل ټاکلي اهداف په ښه شکل سره ترلاسه کړی.
د ځان د مدیریت کولو مهارتونو ته وده ورکولو سره کولای شئ پخپل ژوند کې پرمختګ وکړی او د يو بریالي انسان په توګه ژوند وکړی.
د ځان مدیریت مهارتونه څه دي؟
د ځان مدیریت مهارتونه هغه وړتیاوې دي چې په مرسته يې تاسې کولای شی
خپل فکرونه، احساسات او عملونه کنټرول کړی. که تاسې د ځان مدیریت قوي مهارتونه ولری، کولی شئ په خپلواکه توګه اهداف وټاکئ اود ترلاسه کولو لپاره يې نوښت وکړی.
هدفمند ځان مدیریت کولای شي تاسو سره خپل مسلکي چارو کې مرسته وکړي او ددې ډاډ درکوي تر څو هغه فرصتونو ومومی چېتاسې خپلو اهدافو ته نږدې کوي.
د ځان مدیریت مهارتونه په لاندې برخو کې په شخصي/فردي مسؤلیت تمرکزکوي:
تنظیم/. Organization
تاسې کولای شئ تنظيمونې مهارت پر خپل وخت،انرژۍ،ذهني وړتياوو او نورو امکاناتو باندې تطبیق کړئ تر څو پخپلو فعالیتونو کېبهتروالۍ راولی.
که تاسې يو ښه تنظیمونکي/منظم شخص یاست نو تاسې کولای شئ خپلو چارو د ترسراوي لپاره يو ښه او جامع پلان جوړ کړی،خپللومړیتوبونه مشخص کړی چې دا هر څه بیا تاسې سره مرسته کوي تر څو پخپل کاري چاپیریال کې خپل مسولیتونه په ښه شکل سرهترسره کړی او د خپلې ادارې/کورنۍ او ټولنې لپاره یو موثر او مثمر شخص ثابت شی.
• د اهدافو ټاکل/Setting Goals
ددې وړتيا په ذریعه کولای شو خپل هغه اهداف چې غواړو ترلاسه يې کړو په ښه او واضح شکل مشخص کړو.په کاري ځای کې د اهدافوټاکل موږ سره پدې برخه کې مرسته کوي چې کوم کارونه ډیر مهم دي او کوم يې لږ مهم دي،چې بیا يې مهمو ته په خپل کاري پلان کېځای ورکوو او له نورو يې صرف نظر کوو.چې یو ښه کاري پلان بیا موږ سره مرسته کوي ترڅو مو خپلو اصلي اهدافو ترلاسه کولو تهنږدې کړي.دغه خاصیت (اهدافو ټاکل) موږ سره مرسته کوي تر څو پخپله اداره کې خپل کاري مثمریت او موثریت زیات کړو،ځکه همدا يېلاره ده چې خپل وخت او فعالیتونه سم مدیریت کړو.
• د وخت مدیریت/Time Management:
د وخت د مدیریت قوي مهارت درلودلو سره کولای شو خپل لومړیتوبونه درک کړو،د ګډوډۍ مخه ونیسو پخپل ژوند کې تمرکز راپيدا کړو.دوخت موثر مدیریت په ذریعه کولای شو پخپل کاري چاپيریال کې خپلو کارونو ته یو ډيډلاین یا ټاکلی وخت وټاکو او په همغه ټاکلي وخت يېترسره کړو،يو وخت کې یو کار ترسره او د کار مناسب وېش رامځته کړو،د خپل وخت ښه مدیریت د خپل ځان د ښه مدیریت په مفهوم همبللای شو.
• ځان هڅونه self Motivation
دا هغه وړتيا ده چې نوښتونه رامځته کوي او هغه کارونه چې باید هغه وخت يې خلاص کړو خلاصول دي.کله چې تاسې خپل ځان د يوښه نوښت او پر وخت د چارو د ترسره کولو په خاطر تشویق کړ،دا ځان تشویقونه کولای شي ددې باعث شي تر څو راتلونکي کې چارې پهشکل پرمخ بوزئ،ځکه ستاسې دروني وړتیاوو څخه کار اخیستلو ته دروني فکتور نسبت بیروني فکتورونو ته ډيرمهم دي. ځان هڅونه دځان مدیریت اړخ دی چې تاسو ته د کړنو او فعالیتونو په بریاليتوب سره ترسره کیدل تضمینوي.
د فشار مدیریت/Stress Management
د فشار مدیریت کیدای شي ډیری ډولونه ولري، د صحي رژیم ساتلو او تمرین کولو څخه نیولې تر فعاله توګه په ځينو فعالیتونو کې ښکیلتیالکه مراقبت/Mediation یا خپلو تجاربو روزنامچه لیکل
په فعاله توګه د فشار مدیریت په ذریعه کولای شی تر څو پخپل کار ځای کې آرام او مطمین اوسئ.
که فشار مخکې له دې چې ترې يوه ستونزه جوړه شي ،مدیریت شي کولای شي تاسې سره مرسته وکړي تر څو خپلو اهدافو ته ورسیږیاو په ښه او ثابت شکل پخپل کار ځای کې پرمختګ وکړی.
او همدارنګه د فشار مدیریت کول موږ او تاسې سره مرسته کوي ترڅو خپل احساسات پخپله کنترول کړو او پخپله اداره کې مسلکي چلندخپل کړو.
حساب ورکونه/Accountablity
دا هغه خاصیت دی چې انسان نه د خپلو کړنو او افکارو ملکیت اخلي،او د خپلې ادارې،ټولنې او کورنۍ پر وړاندې د خپلو افکارو او کړنومسولیت منلو ته واداره کوي.او کله چې مسولیت واخیستل شو نو انسان د خپلو کړنو ارزول او په ښه شکل تر سره کول پیلوي.