ټوېټر شرکت بالاخره ایلن ماسک په ۴۰ میلیارده ډالر واخیست او له اخیستو سره سم یې داسې پرېکړه وکړله چې د هغه په ګټه ده، خونورو خلکو لپاره به تاوان ولري.
ټوېټر اعلان کړی چې له دې وروساته به هر «وېرفای» شوې اکونټ د میاشتې تر شل ډالرو فیس ورکوي.
د وېرفای اکونټ ګټې څه دي؟
ټوېټر آبي نښه یا وېرفای په ۲۰۲۱ کال کې پیل کړ. زیاتره مشهورې ادارې او اشخاص اکونټ د دې لپاره وېرفای کوي چې د هغوی لپارهمشخص وي او نورو جعلي اکاونټونو سره یې توپیر وشي.
بله ګټه یې دا ده چې د وېرفای شوي اکونټ خاوند خپل ټویټونه «ایډيټ» کولای هم شي چې عادي اکاونټونه دا اپشن نه لري.
مخکې وړیا وه؟
مخکې هم دا نښه وړیا نه وه، خو فیس یې ډېر کم یعنې تر ۵ ډالرو و.
اوس د ټویټر شرکت په داسې لارو چارو کار کوي چې د وېرفای شویو اکونټونو نه د میاشتې شل ډالر واخلي.
اوسنیو اکاونټونو ته ۹۰ ورځې وخت ورکول شوی، که پروسه مکمله نه کړي او فیس ورکولو ته تیار نه شي، نو ابي نښهٔ به ترې بېرتهواخیستل شي.