د ويټامين ډي کمښت؛ هر وخت ستړيا هسې مه ګڼئ! ويټامين ډي څه شی دی؟

ويټامين ډي په شحمو کې حل کېدونکی يا Fat Soluble ويټامين دی چې په بدن کې د کلسيمو او فاسفيټو مقدار ثابت ساتي؛ چې دا دواړه عناصر په بدن کې د هډوکو، غاښونو او عضلاتو د سالم ساتلو لپاره ډېر اړين دي.
ولې د ويټامين ډي د کمښت له امله ستړيا پيدا کېږي؟
د ويټامين ډي د کمښت له امله په هډوکو کې بې نظمۍ رامنځته کېږي کوم چې په مستقيم ډول د عضلاتو وده او پياوړتيا اغېزمنوي. دا په سکليټي عضلاتو باندې د ويټامين ډي د آخذو په واسطه اغېز کوي. مهمه خبره دا ده چې د ويټامين ډي کمښت د هډوکو ستونزې پيدا کوي، د عضلاتو قوت کمزوری کوي او د بدن په نور فعاليت هم منفي اغېزه کوي. د دې په پايله کې تاسو ژر ستړي کېږئ، حتی د ورځني معمولو چارو د ترسره کولو پر مهال هم!
يو شخص څومره ويټامين ډي ته اړتيا لري؟
د ويټامين ډي اندازه په مايکروګرام کېږي چې د يوناني الفبا د (μ ) توري په واسطه ښودل کېږي. په ليبل باندې په ليکل شوي مقدار ځان ښه ډاډه کوئ ځکه چې يو له بله توپير درلودلای شي. په عامه توګه، ويټامين ډي د (IU) يا (International Unit) په واسطه ښودل کېږي. يو مايکروګرام ويټامين ډي څلوېښټ IU کېږي، نو لس مايکروګرامه ويټامين ډي له څلورسوه IU سره مساوي کېږي.
د https://www.mirror.co.uk/all-about/nhs د وېبپاڼې مطابق، له يو کال پورته ماشومان او بالغ اشخاص د ورځې لس مايکروګرام ويټامين ډي ته اړتيا لري. په دې کې حامله ميندې، ماشوم ته شيدې ورکوونکې ميندې او هغه خلک هم شامل دي چې د ويټامين ډي له کمښت سره مخ دي. له يو کال څخه کم عمره ماشومان له اته نيم 8.5 څخه تر لسو مايکروګرامو ويټامين ډي ته اړتيا لري. يو مايکروګرام له يو ملي ګرام څخه زر ځله کوچنی دی.
1 mg = 1000μg
د ويټامين ډي ښه سرچينې کومې دي؟
که نه غواړئ چې ويټامين ډي د درملو په شکل واخلئ، ډېرې طبعي سرچينې هم شته چې تاسو ترې ويټامين ډي ترلاسه کولای شئ چې لاندې شيان هم په کې شامل دي.
• غوړ ماهيان لکه Salmon
• سُرخي غوښه
• ينه يا ځيګر
• د هګۍ ژېړ
• لبنيات
• مرخېړي
• حبوبات

زمونږ بدن له لمر څخه ويټامين ډي څنګه ترلاسه کوي؟
ډېر کله به مو اورېدلي وي چې د لمر وړانګې د ويټامين ډي يوه ستره سرچينه ده، ځينې خلک د دې لپاره لمر ته کښېني چې ويټامين ډي ترلاسه کړي؛ خو آيا کله مو فکر کړی دی چې زمونږ بدن په کوم ميکانېزم له لمر څخه ويټامين ډي ترلاسه کوي؟
کله چې بدن لمر ته لوڅ شي، په بدن کې ويټامين ډي توليدېږي. د لمر ماوراء بنفش ب وړانګې Ultraviolet B rays يا (UVB) وړانګې د بدن له 7-DHC پروټين سره چې په پوستکي کې شته، تعامل کوي او هغه ويټامين ډي ۳ ته بدلوي، چې ويټامين ډي ۳ Vitamin D3 د ويټامين ډي فعال شکل دی.
په برتانيا کې حکومت خپلو اتباعو ته توصيه کوي چې د مني او ژمي په موسمونو کې ويټامين ډي په ورځنۍ توګه د درملو په شکل واخلي، ځکه چې په برتانيا کې د دې امکان ډېر کم دی چې په طبعي توګه په دې مياشتو کې له لمر څخه ويټامين ډي ترلاسه شي، خو د مارچ له وروستيو څخه تر سپټمبر پورې خلک په طبعي توګه له لمر څځه ويټامين ډي پوره کولای شي.

Scroll to Top