خوب د انسان لويه اړتيا ده. خوب زموږ د وجود لپاره هغومره اړين دی لکه څه ډول چې د وجود لپاره خواړه او سپورت اړين دی. څيړنو ښودلي چې د غير منظم خوب درلودل د انسان پر ذهن،ورځينيو چارو… اغېزه لرلی شي. ځينې کارونه دي چې په کولو سره يې موږ د ښه او نرم خوب د کولو څخه بې برخې کېږو. په دې ليکنه کې درته د هغه کارونو د نه کولو وړانديز شوی چې له امله يې تاسو ښه خوب نشئ کولی.
لومړی:اوبه مه څښئ.
د روغتيا له پلوه د اوبو څښل ګټور دي. خو دومره هم نه چې له خواږه خوبه مو رابيدروي. کله چې تاسو د ويده کيدو مخکې زياتې اوبه وڅښئ،ممکن د شپې په نیمايي کې له خواږه خوبه د تش رګ د وهلو لپاره راپورته شئ. د شپې په د نيمايي برخه کې له خوبه پاڅېده د خوب په روټين اغېزه کوي. ځينې خلک کله چې د شپې په نيمايي برخه کې له خوبه ويښ شي. بيا وروسته په ډېرې سختی سره ويده کېږي او ځينې بيخې ويده کیدلی نشې. که غواړئ چې د شپې په نیمايي برخه کې له خواږه خوبه راويښ نشئ د ويده کيدو د مخه اوبه مه څښئ.
دوهم:زيات خوراک مه کوئ.
د شپې لخوا زيات خوراک کول مو يوازې په خوب اغېز نه کوي بلکې په هضمي سیستم مو هم اغېزه کوي.د شپې لخوا د زيات خوراک کول، دبدهضمی،د معدې د محتوياتو خولې ته راپورته کېدل او يو شمېر نورې د معدې اړوند ستونزې رامنځته کوي چې د خوب د ګډودېدو سبب ګرځي. له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي مه ويده کېږئ، لږ تر لږه دوه او يا درې ساعته وروسته ويده شئ.
درېيم: د ويده کيدو د مخه/په کټ کې الکترونيکي شيان مه ګورئ.
موږ ټول پوهېږو چې د ويده کيدو ځای مو/کټ د ارام کولو او ويده کيدو لپاره دی. د الکترونيکي شيانو لکه موبایل کمپیوټر،تلويزون…د سکرين رڼا او شعاګاني په ښه روغتيايي خوب بدې اغېزې کوي. او همدا شعاګاني او رڼا په مغزو کې د خوب سيګنالونه اغېزمن کوي او د خوب ګډوډیو سره مو مخ کوي.
څلورم: مخکې له ويده کيدو تمرين/سپورت مه کوئ.
سپورت کول د روغتيا لپاره ډېر ضرور دی. د ښه او سالم بدن راز په سپورت کولو کې دی. خو له ويده کيدو مخکې سپورت کول ډېر بد عادت دی. که دا کار کوئ مطمئن اوسئ چې د ويده کيدو مخکې سپورت کول ستاسو سالم خوب اغېزمن کوي. که تاسو د شپې د مخه سپورت کوئ لږ تر لږه څلور يا پنځه ساعته بعد بايد ويده شئ.
پنځم:کتاب مه لولئ.
ممکن د کتاب مطالعه د هغه چا لپاره چې مطالعه کول يې د ورځني ژوند يو مهم کار باللی پرېښودل سخت وي. د کتاب مطالعه د ژوند په هر اړخ ښه اغېزه لري. خو د شپې لخوا د ويده کيدو پر مهال د کتاب مطالعه ښه عادت نه دی. ځکه که تاسو يو ښه کتاب لولئ او پرېښودل يې په نيمه کې خوند نه درکوي. تر هغې چې هغه موضوع پکې سرته رسوئ د خوب روټين مو اغېزمن کېږي.
شپږم: د شپې له مخې ډېر فلم،سريال او مه ګورئ.
زياتره خلک د شپې له مخې په ساعتونو ساعتونو پر موبايل او تلويزون فلمونه،سريالونه او نور پروګرامونه ګوري،او سمدستي بيا کټ ته خېژي او ويده کېږي. چې وروسته په خوب کې هماغه فلم ته ورته ویرونکې صحنې وينې او د خوب له ګډوډیو سره مخ کېږي.