د ننګونو او سختيو پر وړاندې څنګه خوشبين واوسو!

موږ ټول بيا بيا له سختيو او ننګونو سره مخامخ کېږو. خو يو شی چې په ننګونو او سختيو بری مومې، په وړاندې يې زموږ غبرګون يا د عکس العمل څرګندول دي. عموماً د خلکو افکار او نظريات په خوشبين او بدبين اوسيدو پورې تړلي دي. خوشبين اوسيدن درته د سختيو او ننګونو پر وړاندې مقاومت،زغم او هيلې درکوي. اما بدبين اوسيدن درڅخه د سختیو پر وړاندې نه يوازې زغم،مقاومت او هيلې اخلي بلکې يوه ډېره کوچنۍ عادي ستونزه درته لويوي. ددې لپاره چې څنګه په يوه بد وخت کې خوشبينه اوسو، بريان ټريسي درته لاندې اصول وړانديز کړې دي.!

لومړی: د يو شي په وړاندې مو غبرګون ښودل کنټرول کړئ!
د بدبين او خوشبين انسان د غبرګون په ښکاره کولو کې يو شمېر توپيرونه شتون لري. تر ټولو لومړی توپير يې دا دی، که چېرې کوم وخت خوشبين انسان له وروسته‌پاتې‌والي، ناهيلی او سخت وخت سره مخ شي تسلیمیږي نه، بلکې په حل لاره يې فکر کوي او هر درد ته د لنډ مهاله درد په توګه ګورې. اما بدبين انسان دا هر څه بيا برعکس ګورې. يوې کوچنۍ ستونزې ته د اوږد مهاله ستونزې په توګه ګورې، پر حل لاره يې غور نه کوي او بلاخره تسلیمیږي. که له تاسو کوم څوک له دې ډول حالتو سره مخ شوئ، يوه شيبه مو ننګونې او سختۍ پخپل ځان کې انعکاس کړئ. وروسته يې د پايلې په اړه فکر وکړئ او هېڅکله منفي فکر ته دا اجازه مه ورکوئ چې پر تاسو بری ومومي او د ژوند له خوند مو بې برخې کړي.

دوهم: له ژونده مو تېر بد وخت جلا کړئ!
د بدبين او خوشبين انسان تر منځ يو فرق دا دی؛ خوشبين انسان تل سختی ته د يوې واحدې پيښې په نظر ګورې. اما بدبين انسان بيا يوه عادي پيښه ډېره لويه ګڼي او داسې انګېري چې همدا پيښه زما ټول ژوند له ستونزې او سختۍ سره مخ کوي. که تاسو هم غواړئ چې خوشبين واوسئ نو مثبت فکر درسره ملګری کړئ او په راتلونکي باوري اوسئ.

درېيم: شاته پاتې‌کيدو ته د اوږد مهاله ماتې په توګه مه ګوره!
ناکامي غوره ښوونکی دی. خو داسې نه چې همدا ماتې ستا د ټول ژوند هيلي درڅخه واخلي او په ملا مو مات کړي. که په ژوند کې له سختيو او ننګونو سره مخ شوئ تسلېمږئ مه، بلکې په وړاندې يې د يو خوشبين انسان په څېر غبرګون ښکاره کړئ. بدبين او نااميده کسان مايوسی او ناامیدی ته تل په دې نظر وي چې ګوا کې زموږ ټول ژوند به خوار او زار وي. که تاسو هم له ورته ستونزې سره مخ شوئ، ځانته يې ياد کړئ چې تاسو هميشه د بدلون او نوښت د رامنځته کيدو وړ ياست. بدبين انسان ستونزو ته ژر تسلېمېږي او يوې کوچنۍ ستونزې ته داسې فکر کوي چې زموږ پر ټول ژوند همدا ستونزه بده اغيزه لرلي شي.

څلورم: ناکامي شخصي په ځان پورې مه تړئ!
په ناکامی کې د مثبت اړخ لیدل تر ډېره سخته ده.
خوشبين انسان تل سختی او ننګونې د يوه خارجي څېز په توګه ويني او بدبين انسان سختی او ننګونې تل د شخصي تخريبی په توګه ويني. که تاسو هم له ورته برخلیک سره مخ شوئ، حوصله مه بايله، ستونزې او کړاونه د ژوند يوه برخه ده. ځانته يې ياد کړئ چې د هرې تيارې وروسته رڼا راځي،فقط سخت کار وکړئ،ناهيلي لېرې کړئ، زغم ولرئ بريا ستاسو ده!

Scroll to Top