ډېر ملګري وايي کله چې مطالعه کوو؛ نو د یوه یا دوو مخونو په لوستلو سره مو فکر تیت او تمرکز مو له منځه لاړ شي. دلته به یې ځینې حللارې درسره شریکې کړو چې څنګه په پوره تمرکز مطالعه کولای شو:
۱- ستاسو د مطالعې ځای باید یوازې د مطالعې لپاره وي، نه د خوراک، څښاک، خوب، انټرنېټ، تلوېزون او ګېم لپاره. ځکه چې دا شیان ستاسو د مطالعې تمرکز له منځه وړي.
۲- تر یوه ټاکلي ځای پورې ځان مجبور او مکلف وګڼئ چې تر دې ځایه به حتمن مطالعه کوم او مهم ټکي به يې هم زده کوم او څو چې دا مطالعه نه کړم، نه به پورته کېږم. دا ځکه چې ستاسو ذهن په بل لوري لاړ نه شي او هلته مقید اوسئ.
۳- د دې لپاره چې په مطالعه کې مو تمرکز پر ځای وي، په سرعت سره مطالعه کوئ. که څه هم په دې ډول مو لوستي ټکي شاید په ذهن کې پاتې نه شي؛ خو د تمرکز لپاره یوه غوره لار ده.
۴- که د مطالعې پر وخت مو ذهن ته نور سوچونو لاره پیدا کړه، هغه زر په یوه پاڼه درسره ولیکئ او وروسته له مطالعې بیا غور ورباندې وکړئ.
۵- د مطالعې وخت مو لنډ لنډ ووېشئ. وروسته له څو دقیقو بېرته خپل کتاب او مطالعې ته راګرځئ. یوه ګټه یې دا ده چې لوستي مطالب مو په ذهن کې ښه پاتې کېږي او بل دا چې تمرکز به مو هم پرځای وي.
۶- له ۴۵ دقیقو مطالعې وروسته ۱۰ دقیقې ځان اراموئ. ولاړ شئ، چیشی وڅښئ او قدم ووهئ. دا مو هم ذهن اراموي او هم به تمرکز پرځای وي.
۷- که پوهېدئ چې مغز ته مو نور فکرونو لاس درواچاوه؛ نو غوره لار یې بیا دا ده چې په لوړ غږ مطالعه شروع کړئ.
۸- بیداره او فعاله مطالعه کوئ. د مطالعې ترڅنګ د هغه لنډيز، مهم ټکي لیکل او په نښه کول یې اړین دي. دا ستاسو ذهن بوخت ساتي او نه پرېږدي چې تمرکز مو له منځه لاړ شي.
۹- دا مو عادت اوسه او تمرین یې کړئ چې په کوچني حرکت او غږ مو خپل حواس سره ونه پاشئ او خپلې مطالعې ته مو دوام ورکړئ.دا بیا وروسته درته عادي کېږي او د تمرکز سره په هرځای کې مطالعه کولای شئ.
۱۰- قلم باید حتمن درسره وي. د خیال پلو لپاره د مطالعې په وخت کې ستره سلاح پر قلم لیکل دي.
ـ د تمرکز لپاره څلور غوره لارې:
۱-کله مو چې یو کتاب او یا کوم مطلب لوست، د هغه لنډیز له ځان سره لیکئ او یا یې کوم ملګري ته وایئ.
۲-که په ټاکلي وخت کې پيل کړی بلحث مو پای ته ونه شو رسولای؛ نو هغه پرېږدئ بل وخت او یا شپې ته.
۳-که له مطالعې په تنګ شوئ، یو څو دقیقې قدم ووهئ او یا مو د مطالعې موضوع بدله کړئ.
۴-د مطالعې او درس ویلو په وخت کې باید ډېر پام وکړو او د یوه منظم پلان له مخې چې په هغه باور ولرو، باید مخته لاړ شو.