- ماشومان هم د لويانو په څېر رواني ستونزې درلودلی شي، چې ځینې ستونزې یی کټ مټ د لويانو په څېر وي. خو ځینې نورې یې یوازي په ماشومانو کې لیدل کېږې. يو شمېر رواني ستونزې یې په لاندې ډول دې!
– ځینې ماشومان کېدای شي د شپې لخوا په بستره کې د تشو بولو د کولو ستونزه ولري، په دې ستونزه کې د پنځو کالو څخه پورته ماشوم خپلې بولې نشې کنترولولی چې په پایله کې ماشوم د نورو لخوا مسخره کېږي او په خپل نفس اعتماد له لاسه ورکوي. دا ډول ماشومان له بېجرأتی او ځان کم ګڼلو سره لويېږي او آن په ځوانۍ او د مکتب په دوره کې هم له ورته برخلیک سره مخ کېږي. مور و پلار ته پکار ده چې له ماشوم سره په خورا مهربانۍ او نرمۍ خبرې وکړي او د پورته ستونزې آساسي جرړه پيدا، او له ډاکټر سره مشوره وکړي.
– ځینې ماشومان ښايي د نویو شیانو په زده کولو کې ستونزه ولري او ښايي د خپل ورور،خور او یا همزولو په پرتله وروسته پاتې ښکاره شي. چې ښايي د ماشومتوب په دوره کې د ودې د ستونزې سره مخ شوی وي، د مثال په ډول، د خاپوړو زدهکولو، د قدم اخيستلو او خبرو په زدهکولو کې ځنډ سره مخ شوی وي او پورته شيان يې د نورو ماشومانو په پرتله په ډېرې سختی سره زدهکړي وي.
– ماشومان ښايي د توجو ساتلو او همدارنګه د غلي کیناستلو په برخه کې د یو وخت لپاره ستونزه ولري شاید دخرکتو زیاتوالی ولري، نارامه وي او چیغې وهي. په ښوونځي کې خلک ازاروي او خپل نوبت ته نه ګوري. دا هم يو ډول رواني ناروغي کېدای شي. مور و پلار او ښوونکي يې بايد د خبرو او مفاهمې له لارې پوه او خپل مسوليت ته متوجې کړي.
– ځینې ماشومان ښايي د تیارې،څارویو،ځينو انسانانو او یا د بل کوم ځانګړې شي څخه وېره ولري،په همدې موارد له نورو ځانته اوسې ګوښه توب ته ډېره ترجيح ورکوي. همدا ستونزې دي چې ماشوم په راتلونکي کې غير ټولنيز لويېږي او له خلکو جلا ژوند کول خوښوي او په پايله کې د ماشوم لوبې، درس او ټولنیزې چارې ستونزمنوي.
– ځینې ماشومان ښايي د نورو په وړاندې ستونزې رامنځته کوونکي افعال ترسره کړي. لکه د نورو په وړاندې تاوتریخوالی، دنورو وسایل خرابول، اور لوبې،غیر ټولنیز کړه وړه، د ښوونځي څخه تیښته، د دروغو ویلو عادت، غلا کول،او د کور څخه تښتیدل… باندې عادت وي. چې په پايله کې کورنۍ او والدينو ته سرخوږی رامنځته کوي. د ورته ستونزې درلودونکي ماشومانو سره والدين بايد په نرمۍ خبرې وکړي،د دوی خبرې واوري،ستونزه يې واخيستل شي او هغوی ته ډاډ ورکړي چې حل لاره به ورته پيدا کوي.
– د رواني ستونزو عمده پایلې!
۱- ټولنيز جلا والی او ګوښه توب
۲- د کار،ښوونځي او پوهنتون په برخه کې ستونزې
۳- خپل ځان او ژوند ته نه پاملرنه
۴- په خپل نفس باور او اعتماد نه درلودل
۵- ناهیليتوب او بېکاره کيدل
۶- په نشه يي توکو روږدي کيدل
۷- په کورني او ټولنيز اړيکو کې ستونزې، لکه د کور دغړو، دوستانو او نورو سره
– د رواني ناروغانو د والدينو او کورنيو لپاره لازمې سپارښتنې
۱- هغوی ته اهمیت ورکړی،او د هغوی په اړه منفي نظر مه ايجادوئ!
۲- د ستونزې په اړه يې وپوښتئ،چې څه ستونزه لري!
۳- دين او کلتور ته يې درناوی ولرئ!
۴- نیوکه پرې مه لرئ او مسخره کوئ یې مه!
۵- په ډېره حوصله مندی سره یې خبرو ته غوږ ونېسئ!
۶- دوی یې د ستونزو په اړه مه ملاتوئ!
۷- ورسره توند چلند مه کوئ!
۸- کله مو چې هغوی د یو ناروغ په صفت ومانه نو بې طرفه چلند ورسره وکړئ!
۹- هغوی ته دا واضحه کړئ چې مرسته به ورسره کوئ!
۱۰- د هغوی دستونزو د جزیاتو په اړه وپوښتئ!
يادونه: که خفیفي رواني ستونزې تداوي نشي، ښايي اعراض یې سخت او دوامداره شي، او ناروغ به د ډېرو ورځینیو ستونزو سره مخ شي!