د انګلستان د ویلس په سوان سي ښار کې محکمې د ډیوېډ هسمن په نوم سړي ته له دې امله درې نیم کاله بند سزا ورکړه چې بې دلیله بهپه سرک ودرېده او د موټرو ګڼه ګوڼه یې جوړوله.
معلومات ښیي چې دا سړی به له تېرو ۷ کلونو راهیسې څو ځله د ښار د پولیسو د مرکزي ماموریت مخې ته ودرېده او د موټرو تګ راتګ بهیې بنداوه.
پولیسو او ځایي خلکو دا کس څو څو ځله پوه کړی، خو بیا یې هم پرې اغېز نه دی کړی او په همدې جرم ۹ ځله زندان ته لېږل شوی دی.
تر دې چې تېر کال له ۳ کلن زندان وروسته یو ځل بیا په سرک ودرېده او ګڼه ګوڼه یې جوړه کړه چې له امله یې پولیس ونیوه.
دغه ۵۱ کلن سړی چې لږ غږېږي، د خپل دې کار په اړه هېڅ ډول پوښتنې ته ځواب نه ورکوي. دا ځل له نیولو وروسته یې محکمې امر وکړچې اروايي څېړنه دې پرې وشي چې د دې کار علت معلوم شي.
خو ارواپوهان هم یوې نېمې میاشتې کړاو وروسته ناکام شول او هېڅ دلیل یې ونه موند.
تېرې ورځې یو ځل بیا محکمې دا سړی درې نیم کاله بندي کړ، خو دا معلومات لا هم نشته چې ده بالاخره ولې د موټر ګڼه ګوڼه جوړوله.