د ستونزو مدیریت_ عمر شیرزاد

سـتونزي د انسان د پیدایښت سره سم پیداسوي دي، انسان په شعوري او غیري شعوري ډول د ژوند په روان سفر کې له ستونزو سره مخ کېدونکی دی،کله چې تاسې غواړئ د ځمکې پرمخ ژوند وکړئ نو مجبور یاست چې ستونزې ومنئ او هغوی ته غاړه کیږدئ، له ستونزو پرته ژوند کول ناممکن دی، د دنیا پرمخ هر یو کار چې تاسو یې کوئ له ستونزو خلاص نه دی، ستونزې په مال، دولت او موقف هم نه حل کیږي ولې داچې انسان د ځمکې پرمخ د خالق تعالی استازی ګڼل کیږي او د ټولو مخلوقات رهبري ور ترغاړې ده نو مجبور دی چې د هر هغه حالاتو لپاره چې دی ورسره مخ کیږي د تعامل لار پیداکړي.
داچې په افغانستان کې د نړۍ له هر بل هیواد څخه ستونزې زیاتې دي نو په همدې اساس افغان ځوانان مجبور دي چې د ژوند کولو لپاره د ستونزو مدیریت کې ځانګړې زده کړې ولري.
راځئ زه دلته درته د ستونزو د مدیریت اړونده څو ساده لارې چارې په ګوته کوم، هر مهال چې له ستونزو سره مخ شوئ له دې لارو چارو په ګټه اخیستې مو ستونزې حل کړئ.
۱ ــ د امکان تر بریده مو ستونزه په دقیق ډول تعریف کړئ.
* ـ ستونزه له کوم پیداسوې ده.
* ـ د ستونزي اصل منشاء چیرته ده.
* ـ د ستونزي عامل څوک دی.
* ـ د ستونزي کیلې به چیرته وي.
کله چي تاسې د ستونزې سره د مخامخ کېدو پرمهال دغه پوښتنو ته ځواب ووایاست تاسې دلته نیمه ستونز حل کړې ده.
۲ ــ د ستونزې د حل لپاره له منطقي اړخه بالقوه حل لاره وټاکئ.

ښایي دا تاسې ته تعجب باوره ښکاره سي، خو باید ستونزې ته په خورا دقت وګورئ، هغه تعریف کړئ او د کمي او کیفي اړخه یې په برخو وویشئ، دا کار د ستونزې حال اسانه کوي، زه ډاډه ویلي سم چې دا په نړۍ تر ټولو ازمایل سوي تګلاري دي.
۳ ــ د ستونزې د بیلابیلو حل لارو ګټي وارزوئ.
دغه پړاو تاسو ته روښانه کوي چې د ستونزې دغه حل لاره کومې ښېګڼې او بدګڼې لري، څومره ګټوره ده او څومره نه ده، کله چې دغه پړاو بشپړه سي نو تاسې د ستونزې د حل لپاره تر ټولو غوره لاره پیداکوئ.
۴ ــ تر ټولو ښه حل لاره غوره او وازمایاست.
په تیر پړاو کز مو د ستونزې لپاره د خپلې پوهې، نوښت، فکر او تجربې په مټ څو حللارې پیداکړي، په دې پړاو کې له یادو ټولو حللارو له منځه یوه غوره او اسانه حل لاره ټاکو او ازمایښت ورباندې کوو، ترڅو معلوم کړو چې څو سلنه د ستونزي حل ته نږدې سوي یوو، البته په دې مرحله کې یوازې ازماینه ده د ټاکل سوي حل لارې.
۵ ــ د ستونزې د حل لپاره له هغې حللارې کار واخلئ چې اغیزناکه او ازمایل سوي وي.
دا وروستۍ پړاو دی، که حللاره ګټوره وه خو ښه تر ښه عملي یې کړئ او ستونزه پای ته ورسوئ.
او که پایله یې نه درلوده نو بیرته درییمې مرحلې وروګرځئ او د ټاکلو سو لارو له منځه دویمه لاره غوره کړئ، که چیرته خدای دې هم پایله ورنکړه، نو دویمه مرحله بیا تکرار کړئ او بله بالقوه تګلاره مطرح کړئ، د اړتیا پر وخت د ستونزې تعریف ته په کتو پر ټولو یادو پړاو له سره غوره وکړئ.
زه ډاډه یم چې تاسې به خامخا خپلې غوښتل سوې حل لارې ته رسیږئ.

Scroll to Top