د خپل ځان لپاره بريالي شئ

Spin Rafi

ليکوال: Richard Denny
ژباړه: رفيع الله رفېع

د بریاليتوب او خوښۍ لپاره خپل ځان انتخاب کړئ، تاسو هغه څوک يئ، چې کولای شئ خپل ځان بریالیتوب ته ورسوئ او هم خپل ځانته خوښي ورکړئ، تاسو په خپل ځان کې داسې ظرفیتونه او وړتیاوې لري، چې په کار اچولو سره يې حتماً بریالیتوب ترلاسه کولای شئ، په دې ژباړه کې به په همدې پوه شئ، چې څنګه د خپل ځان لپاره بریالي شي؛ سخته نه ده، بس یوازې دا لس خبرې عملي کړئ.

1: په ځان باور د بریالیتوب کیلي ده، که تاسو په خپل ځان باور ونه لرئ، نور خلک به هم په تاسو باور ونه کړي.

2: مثبتیت/مثبت فکر لرل په ژوند کې د هر شي د ترلاسه کولو لپاره مهم عنصر دی، په منفي فکر سره هېڅ بریاليتوب نه شئ ترلاسه کولای.

3: بریاليتوب تصادفي نه دی، بلکې د پلان، سخت کار او استقامت پایله ده.

4: که تاسو خپل حالات نه شئ بدلولای، نو پر وړاندې يې خپل چلند بدل کړئ.

5: دوامداره زده کړه د شخصي او مسلکي ودې لاره ده، د زده کړې مخه نيول د ودې مخه نيول دي.

6: خوښي او بریاليتوب هغه چا ته نه راځي، چې ناست وي او انتظار کوي، بلکې هغه چاته راځي، چې د هغوی لپاره لټون/هڅه او کار کوي.

7: اهداف/موخې د بریالیتوب په انجن کې تیل/د سوڼ توکي دي، پرته له روښانه اهدافو تاسو هېڅ ځای ته نه شئ رسېدلای.

8: بریالیتوب په تصمیم سره پیل کېږي، تصميم ونيسئ، چې بریالي شئ او هم يې د ترسره کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړئ.

9: ښې اړیکې د بریاليتو له کیليانو څخه دي، ډاډ ترلاسه کړئ چې ښې او مثبتې اړیکې رامینځته کړئ.

10: د کار او ژوند ترمنځ توازن اړین دی، سخت کار مهم دی، مګر د ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره باید حتماً ځای شتون ولري.

Scroll to Top