ایا خوب ځانګړې مانا لري؟
ارواپوهان او متخصصین د کلونو راهیسې څیړنه او بحث کوي چې ایا خوب کومه ځانګړې مانا لري که یوازې د تصادفي عکسونو لړۍ دهچې د ذهن لخوا یوځای کیږي!؟
د بیلګې په توګه، فرویډ (پیاوړی ارواپوه) باور درلود چې خوبونه موږ ته اجازه راکوي چې زموږ د لا شعور ذهن ښه پوهه ترلاسه کړو او لهناخوداګاه مسایلو څه ناڅه خبر شو او زموږ د وجود له ژورو څخه نښې چمتو کړو. که څه هم ډیری عصري څیړونکي د هغه له نظریاتوسره اختلاف لري.
داسې انګیرل کیږي چې ځینې خوبونه زموږ د ورځني ذهني حالت سره تړاو ولري او ممکن پدې مانا وي چې زموږ ذهن بوخت دی.
له بلې خوا، د عصبي علومو ځینې پوهان په دې باور دي چې خوب یوازې د حافظې او نورو مغزي پروسو د ادغام یو اړخیزه اغیزه ده اوبله هیڅ مانا نلري. ډیری مذهبي او عقیدوي خلک په طبیعي ډول احساس کوي چې خوبونه دوی ته یو څه وایي، او دا پوښتنه لاهم په ډیروساینسي برخو کې د بحث وړ ده.
ولې موږ د کار، ښوونځي یا اړیکو په اړه مضطرب خوبونه وینو ؟
یو څوک چې د کار یا د خپل شخصي وضعیت په اړه ډیر اندیښمن وي ممکن ورته حالت په خوب کې وګوري. له همدې امله، دا د حیرانتیاخبره نده چې ځینې څیړونکي پدې باور دي چې د خوب لیدل یو ممکن هدف د مغزي پروسې فشار او د ذهن د نورو اضطراب لرونکياحساساتو سره مرسته کول دي.
دا خوبونه معمولا د ژوند په مادي اړخونو تمرکز کوي، لکه د پروژې نیټې ضرب العجل ته اندیښنه، خو هغه چا چې صدمه یا طبیعي آفتونهیې تجربه کړي ډیری وخت د هغه څه په اړه خوبونه ویني چې دوی ته پیښ شوي.
تاسو، کولی شئ د خپلو ځینو خوبونو د پوهیدو لپاره د ارواپوهانو او رواني متخصصینو لارښوونې واورئ او مشورې ورسره وکړئ.
یادوونه : خوبونه ګڼ اړخونه لري او د خوبونو په اړه ګڼې فلسفي او څیړنیزې مسئلې نورې هم شته چې په نورو لړیو کې به پرې بحثونهولرو .