دا یو حقیقت دی چې هر انسان د عزت او شرافت، بریالیتوب، او خوشحاله ژوند غوره کول غواړي.
بریالی انسان؛ هغه چې بریالیتوب وپیژني، د لاسته راوړلو لپاره یې مثبت ګامونه واخلي او د خپل ملګري او دښمن په پېژندلو سره یې دسالم عقل څخه په استفاده مثبت او منفي سره جلا شروع شوي مثبت ته دوام او نوي باندي پیل وکړي.
خپل عقلي حس او فکري ادراک په شرعي، معنوي،انرژۍ باندې قوي د خلوص په ګاڼه باندي خپل عمل ښایسته او د اجابت لوړ مقام ته یېد مناجات پر زینه باندې پورته کړي.
په ګناه باندې د اقرار کولو وروسته په توبې باندې ټینګ تکل وکړي او په نیکو کارونو باندې عملي تلوار، د الله(ج)د قهر څخه وویریږي او درحمت هیله یې ولري شریعت پر ځان نه جوړوي بلکي ځان پر شریعت باندي جوړوي.
خفګان، خنډونه، غمونه، ستونزې د ژوند یوه برخه ده چا چې کړاوونه او ستونزې ماتې او تر پښو لاندې کړل بریالی انسان او چا چېخفګانونه پر سر کېښودل هغه په خپل ژوند کې د تل لپاره ناکام انسان او ژوند یې تل تیاره، بې خونده،ناهیلی او بي موخې وي.
هڅه وکړئ چې خپل مشکلات، غمونه، خفګانونه، تر پښو لاندې کړئ او د بریالیتوب لپاره چټک ګامونه واخلئ.
بریالیتوب یعني څه؟
د هر انسان لپاره بریالیتوب بېلا بېلې معناوې لري.
د ځینو لپاره کېدای شي چې پیسې لاسته راوړل او میلیونر جوړېدل د بریالیتوب په مانا او همدارنګه د یو ورزشکار لپاره کېدای شي مډالګټل یا هم د قهرمانۍ لقب خپلول بریالیتوب او یا د ځینو لپاره په پوهنتون یا ښونځي کې د لومړۍ درجې لاسته راوړل بریالیتوب او د ځینولپاره ښه درس ویل، عمیقه مطالعه کول،ښه درک او فهم درلودل، د غوره کتابونو مطالعه کول، ښه استعداد او شخصیت درلودل، ښه کارکول ، په ټولنه او کورنۍ کې ښه او نرم اخلاق،صداقت،ریښتینوالي، علم،او اخلاص درلودل، زیارباسل، د بریالیتوب په مانا وي.
د بریالیو انسانانو دا لاندې غوره عادتونه کېدای شي چې له تاسو سره ستاسو د موخو د تر لاسه کولو په لار کې مرسته وکړې.
۱. بریالي انسانان تل لومړۍ خپلې موخې ټاکې( موخې و ټاکئ او بریالیتوب له ځان کړئ) د موخې درلودل ژوند ته د دوام ورکولو لپارهدلیل دی،د بې موخې انسان ژوند کول په مړي حساب دی ټول انساني پرمختګونه لوی او کوچني اختراعات، طبي اکتشافات، تخنیکيلاسته راوړنې او سوداګریز پرمختګونه تر عملي کېدو مخکې ذهني جریانونه لري؛ اوسني موجودیت یې کومه تصادفي پیښه نه ده، بلکی داد هغو پوهانو د فکر برکت دی چې موخه یې د فضا فتح کول وو.
بې موخې ژوند بې مانا؛ مزل یې بې منزله او هیڅوک پري نه پوهیږي چې چیرته روان؛ او د څه لپاره ؛ او ولي روان دی.
ډیوید ماهوني وایې« دا هېڅکله مهمه نه ده چې انسان اوس محال څه کوي او چېرته روان دی بلکه؛ مهمه دا ده چې انسان چېرته ځي اوکوم بریالیتوبونه تر لاسه کوي».
ډېر کسان له موخې، پلان، او پروګرام ، پرته د ژوند د بهیر پر سر لامبو وهي چې بې موخې هڅې یې د نابریالیتوب لومړۍ لامل دی.
دا خو بلکل طبیعي ده چې ژوند په یو ډول نه یو ډول تیریږي؛انسان هم ښایي د سمندر په شان چې یوه څنډه یې طوفاني او بله آرامه وي،یوه ورځ خواشینی، غوسه، خفګان، په غم، او بله ورځ خوشحاله، خوښ، او هوسا وي؛ خو دا بیا د هر انسان یوازینۍ غوښتنه او هیله دهچې ټول ژوند یې له اندیښنو، غم، خفګان،غوسې،او خواشینۍ، پرته تیر او؛ په خپل ژوند کې د تل او تل لپاره خوشحاله، هوسا،خوښ، او پههر ډګر ګې بریالي او لکه د ستوري په څیر و ځلیږي؛ د دي لاس ته راوړلو لپاره پلان، او ښه او منظم پروګرام او موخې ته اړتیا ؛ تر څو دهغه څه تاسو ته واضح شي چې په ریښتیا او د زړه له کومي یې غواړئ.
موخه ستاسو د ژوندلپاره منظمه تګلاره او ګټوره لارښونه په لاس درکوي چې؛ په منظمه او ګټوره تګلاره خپل ژوند پر مخ یوسئ ځکه، دژوند موخې د کایناتو ډالۍ او انسان ته د هیلو بښوونکې دي.
موخه د وخت مديريت، ارزښت یې تاسو ته ښایې او د ژوند هر شیبه به ستاسو په ګټه تیریږې خو؛ بې موخې وخت تیرول تپه تیاره، بېخونده، بې مفهومه،او د ړون په څیر ژوند کول او وخت تیرول دي.
د بریا لاسته راوړلو لپاره هم د موخو درلودل آړینه او ډیره ضروري چاره ده ځکه؛ بریا نیکمرغي ته د رسیدو په مانا؛ او د آرامۍ، نیکمرغۍ،او بریا په خوند هغه کسان پوهیږي چې موخې یې معلومه؛ د موخو درلودل يوازینۍ ځانګړنه ده چې د بریالیتوب لپاره یې لرل حتمي دي.
که د بریالیو کسانو ژوند ته وګورئ هغوي کافي وخت په دي تیر کړی چې هغه څه تشخیص کړي چې په ریښتیا یې غواړي او د باطنيارزښتونو سره یې همغږي وي یعني هغوي هڅه کوي چې خپل رښتیني ارزښتونه روښانه کړي.
د امریکا، هند، چین، او ډیری نور هیوادونه په ښوونځیو کې په اوونۍ کې یو ځل هغه زده کوونکو ته چې عمرونه یې د اوو کالو په شاوخواکې وي په دې اړه پوهه ورکول کیږي چې؛ څنګه په ژوند کې ټاکلې موخه ولري. موخه يا هدف درلودل د انسان ظاهري حالت ته ښکلي بڼهورکوي کله چې ستاسو موخه معلومه؛ او تر لاسه یې کړئ ستاسو فکر مثبت لور ته اړوي او د خوښی، خوشحالی، سوکالی، هوسایني،احساس مو پیاوړی کوي.
عمرونه محدود دي هري خوا ته لاس اچول او د هر څه د تر لاسه کولو هڅې مو له هر څه بې برخې کوي ښه دا ده چې خپلې اصليغوښتنې معلومي؛ او د لاس ته راوړلو لپاره یې خپل ټول، ځواک، انرژي، او توان وکاروئ.
ډیری کسان چې موخه وټاکي او بیا د هغې لپاره کار وکړي نو نوي انرژي ورسره اخلي د زړه له کومي او په ډیره مینه لا زیات کار کويځواکمن او تندرست شي غواړي ډیر څه تر لاسه او ؛ له خوښیو ډک او بریالی ژوند ولري.
موخه تاسو هڅوي چې کارونه پر وخت او هر ه شیبه یوه لاس ته راوړنه ولرئ په دي کار به تاسو خپل پرمختګ محاسبه؛ او د سترو لاستهراوړنو سوچونه به وهی.
بریالیتوب یانې موخې ته رسیدل د موخې نه لرل د ماتې تضمین دی؛ کله هم به تاسې داسې یو بریالی څوک پیدا نه کړئ چې د خپل ژوندموخې یې نه وي ټاکلي او بریالیتوب ته رسیدلی وي ځکه چې؛ د دې چانس پرته له دي چې خپلي موخې ټارګټ کړې بریالیتوب ته رسیدلناشونی کار دی.
بریالي انسانان تل موخې لري او د هغو لپاره ډیر زیار، ښه کار ، کوښښ، او پلان جوړوي تر څو د تل او تل لپاره په خپل ژوند کې بریالېاو د اتل په څير ژوند وکړي.
۲. هغوی د خپل ژوند مسؤلیت په خپله غاړه اخلي؛
د بریالیو انسانانو یو بل تر ټولو غوره او ښه عادت دا دی چې؛ هغوی په خپل ژوند کې د خپل بریالیتوبونو او ماتو مسؤلیت په خپل ځانمني. د ډیریو انسانانو په خلاف هغوی کله هم ځان ته نابریالي (ناکام) خطاب نه کوي. کله چې څه د هغوی په ګټه تمام نه شي کله همنورو ته د ملامتی ګوټه نه نیسي.
هغوی له هرې ماتې وروسته یو نوی درس زده کوي چې بیا کله هم په ژوند کې دا ډول غلطي تکرار نه کړي. ځکه نو خپله ډيره انرژي پهخپل حال مصرف کړئ او د راتلونکې لپاره پروګرام جوړ کړئ. له هرې ماتې وروسته له ځان څخه وپوښتئ چې زه له دې ماتې څخه څهډول درس اخیستلی شم؟ هیڅکله په ماضی( تیر وخت) کې ژوند مکوئ او کله هم ځان مه ملامته کوی چې ته لا تراوسه ولې هغه ځای تهچې باید رسیدلی وی نه یې رسیدلی.
په یاد ولرئ چې ټول انسانان هرو مرو په ژوند کې له ماتې سره مخامخ کیږي او دا د هغوی کار ده چې له ماتې وروسته نور مقصر بولي،له دې ټولو خپل ذهن خالي کړئ او یوځل بیا د وړاندې تګ چمتو والی ونیسئ او پر مخ ولاړ شئ. بغیر له دې چې دا په ذهن کې ولرئ چېڅه راسره وشول خپل فکر او سوچ په دې راټول کړئ چې اوس څه باید وکړم څنګه بیرته د پرمختګ او بریالیتوب په لار کې ګام واخلم؛ اوڅه ډول پرمختګ وکړم؟
۳. ماتې او خنډونه د هغوی مخه نه شي نیولی؛
هغوی چې کله ماته وخوري او یا هم له یوې ماتې سره مخ شي بیا هم خپلې هڅې نه پریږدي او د ځان لپاره یوه نه یوه لاره ضرور اوهرومرو پیدا کوي. هر انسان په دنیا کې د دې په لټه کې وي چې په خپله خوښه ژوند وکړي په دې لاره کې خامخا له ماتې سره مخ کیږيځینې کیدای شي په دې لاره کې خپل هرڅه له لاسه هم ورکړي.
خو بیا هم خپل وړاندې تګ ته دوام؛ او په مخ ځي هغوی پوهیږي چې ژوند د همدې لپاره جوړ ؛او هغه باید د یو اتل په څیر ژوند وکړي نه دیو خوبوړي یا نابریالي ( ناکام) انسان په څیر؛هغوی په دې باوراو عقیده دي چې په ژوند کې هر وخت شونې ده چې د بریالیتوب اوپرمختګ پله درنه شي.
۴. هغوی په خپل ځان باندې کار کوي؛
کله هم تاسو د دې ادعا نه شئ کولی چې تاسې دې په خپل ژوند کې خامخا بریالي شئ تر هغې چې تاسو په خپل ځان کې د بدلونراوستلو اراده ونه لرئ او ځان بدل نه کړئ. د انسان طبعیت همدا دی چې باید تل وده وکړي او تل په ژوند کې پرمختګ او مخ پر مخ ولاړشي.
هڅه کوئ چې نوي شیان زده کړئ او خپل ذهن تل پراخه وساتئ، د ښوونکو، کتابونو او همدارنګه د مطالعې په مرسته تاسو کولی شئچې ډیر څه زده کړئ. څومره چې ډیري زده کړې وکړئ ډیر څه به لاس ته راوړئ، هم له مالي پلوه او هم له معنوي پلوه.
۵. هغوی خپل وخت په ډیره ښه توګه مدیریت او استعمالوي؛
د بریالیتوب لپاره د وخت مدیریت، کنټرول؛ او وخت په ښه توګه کارول ډیر اړین دي. ناکام او ماتې منونکي خلک تل خپل کارونه وروستهغورځوي او د هر کار لپاره توجیه یا بهانې لټوي.
خو بریالي هغوی بیا په ځان فشار نه مني خپل ټول هغه کارونه چې لومړیتوب لري د لست په سر کې؛ او هغه چې لومړیتوب نه لري هغویته د لست په پای کې ځای ورکوي.
هغوی په دې ډیر ښه پوهیږي چې کوم کارونه مهم او د هغوي د تر سره کول اړین؛ او د هغوی لومړی تر سره کول ښې پایلې لري. بریالیخلک له مخکې پروګرام او پلان جوړوي، ساعتونه،ورځې، اونۍ، میاشتې له مخکې پلانوي او ډیر ښه پوهیږي چې د خپلو موخو ته درسیدلو لپاره څه کول په کار او اړین دي.
۶. هغوی په خپل ځان خطر مني؛
که چیري تاسو ستونزې،خنډونه، مشکلات، او کړاوونه په ځان ونه منئ نو سترو موخو ته رسیدل شونې نه ده. ځکه د بریالیتوب لار لهستونزو، کړاوونو څخه ډکه ده.
بریالي خلک په دې پوهیږي چې د خپلو موخو ته د رسیدلو په لار کې داسې وخت هم راځي چې باید په ځان خطر؛ او همدارنګه د یو څهد لاسه ورکولو جرأت هم ولري. خو له بده مرغه ډيری خلک د ناکامی او ماتې له ویرې د کړاوونو منلو ته تیار نه دي نو؛ له همدي لامله چېد لوی، لوی، پرمتختګونو، بریالیتوبونو، او د لاسته راوړنو بې برخي پاتې دي.