هر بريالي کس په خپل ژوند کې ناکامۍ تجربه کړي او د يوه بريالي شخصيت د جوړولو په درشل کې يې ستونزې زغملي دي. په نړۍ کې ډېر نامتو پوهان او بريالی څېرې شته چې چې د وخت په تېرېدو سره يې د ژوند خواږو او سختو تجربو پر آساس خپل ژوند، ټولنه او نوم بدل کړی دی.
همدې ډلې پوهانو او عالمانو بيا پر شخصيت، ژوند جوړونې، د ژوند پر ناخوالو او ستونزو د بريالي کيدو لپاره بېلابېلې طريقې،تګلارې او خپلې شخصي تجربې د کتاب په بڼه ليکلي دي. که د دوی کتابونه او ګټورې تجربې په دقيق ډول ولوستل او په لارښوونو يې عمل وشي، موږ به د خپل ژوند پر سختيو بريالي او د يوه ښه شخصيت درلودو شاهدان واوسو.
د “د برياليتوب لار” د امريکايي مشهور ليکوال او ویناوال “ډېل کارنېګي” اثر دی. ډېل کرنېګي په يوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی. کارنېګي په ماشومتوب کې د خپلو همزولو څخه په لوبو کې ډېر شاته وو، خو نوموړي بيا په خپلو منطقي خبرو کې خپل همزولې ډېر شاته پرېښودلي وو. همدا منطقي خبرې د کارنېګي د غوره راتلونکې لپاره کيلي وه.
ډېل کرنېګي هغه لیکوال دی چې خبره يې ډېره ساده او د کاڼې کرښه ده. کارنېګي ګڼ شمېر کتابونه لکه ” د ژوند لار، د خبرو هنر يا فن”او داسې نور ليکلي او په نړۍ کې ډېر چاپ شوي او د خلکو له درنه استقبال سره مخ شوي دي. د ډېل کرنېګي آثار په سلګونو مليونو لوستونکي لري او هر آثر يې شاوخوا تر شلو ځلو پورې چاپ شوی دی.
” د برياليتوب لار” کتاب د ډېل کرنېګي د ټولو کتابونو لنډيز دی. نوموړی کتاب “يو سلو شپيته” پاڼې لري او ډېل کرنېګي د خپلې پراخې مطالعې او اوږدو تجربو په پايله کې لیکلی دی.
“د برياليتوب لار” هره کليمه او خبره وزن داره او د مانا وړ ده. د همدې کتاب ټوله منځپانګه او داخلي جوهر په دې راڅرخي، تر څو: يو بې هدفه کس ته هدف ور وښایي. بې جرأته کس ته جرأت ورکړي. يو ورک شوي کس ته د مثبت بدلون لار ورښايي.
“د برياليتوب لار” کې د شخصيت جوړونې او ښه ژوند جوړولو لپاره راز راز بېلابېلې طريقې او مراحل ښودل شوي. د کتاب پيل په دې شوی “چې خپل ژوند بايد هدفمن کړو!” يانې په دې مانا چې: هر کس ته پکار ده چې په خپل ژوند کې ځانته يو هدف وټاکي. ځکه بې هدفه ژوند نه کېږې.
ډېل کرنېګي په دې کتاب کې ډېر ښايسته مسايل را غونډ کړي دي. د کتاب په بل ځای کې راغلي: “په خپل چلن کې نرمي پيدا کړئ” له همدې خبرې په اغېز موږ وايو: ” په انسان هر ډول حالت راتلونکې دي. موږ ته پکار ده چې د حالتو سره سختي ونه کړو. د حالتو سره په سختۍ کولو موږ هېڅ حالت نشو تغيروالی. خو يوازې او يوازې خپل ځانته تاوان رسولی شو. که په لنډ ډول ووايو: که هر انسان له حالتو سره سم وچلېږي. نو حالت ورته ضرر نشې رسولی.”
همدرانګه په کتاب کې دا هم ويل شوي چې: ” په ځان کې زړورتيا پيدا کړئ” موږ ددې خبرې څخه په اغېز ويلي شو: ” هر انسان وړتيا او استعداد لري. خو يوه ډله کسان له دې نعمته استفاده نشې کولای. لامل يې دادی چې دوی کم جرأتی او بې زړه توب په سر اخيستې دي. د ژوند په ډګر کې هر انسان ته پکار ده چې د بريالي کيدو لپاره په ځان کې ځانګړي جذبه،زړوړتيا او جرأت پيدا کړي.”
که يو ځل مو کتاب واخيست او په لارښوونو مو يې عمل وکړ لېرې نه ده چې د ژوند ستونزو او مسایلو ته به پکې حل لاره پيدا کړئ. خو يوه ډله خلک بيا په دې نظر دي چې د ارواپوهنې او نورو برخو کتابونو لوستل بېځايه دي او هېڅوک نشې کولای چې خپلې ستونزې ترې حل او د ژوند بڼه پرې بدله کړي. زه وايم “چې له عمل پرته علم هېڅ ارزښت نلري.” که تاسو هم د ډېل کرنېګي همدا کتاب بیا بيا دقيق ولولئ او د لارښوونو د عملي کولو ژمنه يې له ځان سره وکړئ، ايله به پوه شئ چې تاسې د يوه ښه او بريالي ژوند پر لوري روان ياست!