د غلو يوې ډلې له يو چا دې پيسو يوه ډکه بټوه غله کړه، کله يې چې بټوه خلاصه کړه په پيسو کې يې يوه ليکلي جمله ولیده.
ليکلي يې وو:
خدايه دا پيسې مې په تا سپارلي دي، ته يې له غله او ورکيدو را ساته. هغه وخت چې د غلو ډلې مشر ته، بټوه ورسېده او په بټوه ليکليجمله يې ولوسته، سمدستي يې خپلې ډلې ته وويل: ژر تر ژره دغه بټوه او پيسې خپل څښتن ته وسپارئ.
د غلو ډله دې خپل مشر په خبره حيران شول او ترې ويې وپوښتل: ولې يې بېرته خپل څښتن ته بټوه ور وسپارو؟
مشر يې ورته وويل:
موږ د خلکو پيسې او شتمني غلا کوو د هغوی باور او اعتماد نه! هغوی چې د خلکو باورونه او اعتماد غلا کوي تر ټولو بد او خطرناکه غلهدي.
او په اوسني وخت کې د خلکو د باورونو او اعتماد غلاوې بيخي ډېرې او عامې شوي دي.