ابن سينا يو مسلمان فيلسوف او مشهور ډاکټر وو؛د سپېڅلو کليماتو او معنوي شيانو په اغېزو باندې يې پوره عقيده درلوده؛کله به چې هغه ته يو ناروغ راتللو،نو نه يوازې په درملو به يې د هغه معالجه کوله؛بلکې ددې سره سره به يې په مقدسو کليماتو هم دماوه.
د ابن سينا رحمة الله په زمانه کې يو بل فيلسوف او طبيب هم وو،چې يوازې به یې په درملو د ناروغ معالجه کوله؛هغه يوه ورځ د ابن سينا رحمة الله کور ته راغلی وو؛نو ويي ليدل چې نه يوازې په درملو د هغه معالجه کوي،بلکې په مقدسو کليماتو یې هم دموي،نو دغه بل فیلسوف ابن سينا رحمة الله ته وويل:زه خو فکر نه کوم چې دغه توري او کليمات چې تا وويل او دا چوف او کوف به د ناروغ په رواني او جسمي روغتيا څه اثر پرې باسي.
ابن سينا ددغه فيلسوف خبره رد نه کړه،بلکې د هغه په پوهولو او هغه ته د قناعت لپاره په فکر کې شو،څرنګه چې نوموړي فيلسوف په دمولو عقيده نه درلوده؛کله چې د ډوډۍ خوړلو وخت شو،نو ابن سينا په دسترخوان باندې رنګارنګ خواړه او مشروبات ايښی وو او نوموړی فيلسوف يې دسترخوان ته راوبللو؛کله چې دسترخوان ته رانژدې شو ،نو ابن سينا رحمة ورته ډیرې سپکې سپورې او بد رد وويلې او بيا يي ورته وويل:له دغه خوړو دې نس ډک کړه!
په فيلسوف خولې راماتې شوې او سخته تبه پرې راغله،له خوړو يي زړه تور شو او په ژور فکر کې کېناست؛د يو څه وخت وروسته ابن سینا رحمة الله ورته وويل:جنآبه! دا بد رد او سپکې سپورې مې په دې خاطر درته ونکړی چې له خوړو دې زړه در تور کړم،بلکې په دې خاطر مې درته دا خبرې وکړی،چې تا څنګه په دې قانع کړم،چې ځينې کليمات او خبرې د انسان په روحي،رواني او جسمي روغتيا باندې مستقيمه اغېزه کوي؛د نوموړي په خبرو د بې عقيدې فيلسوف او ډاکټر رواني حالت عادي شو،نو سمدلاسه یې اعتراف وکړ او ويې ويل:واقعا چې ډير کليمات او الفاظ چې مادي شتون او ظاهري بڼه نه لري؛بلکې غيرې مادي او باطني دي،اما د انسان په روحي،رواني او جسمي روغتيا ډير تاثير لري.!