هغه ځوانان چې مثبتې اغېزې یې پرې کړې، وایي چې ټولنیزو رسنیو د دوی اړیکې پراخې کړي دي، د نړۍ او هېواد له حالاتو پر وختخبرېږي، هره ورځ تازه او ریښتینې موضوعات لولي، تعلیم، تجارت، معلوماتو او سوداګرۍ ته یې لاسرسی اسانه کړی دی او پراخېنړیوالې اړیکې یې رامنځته کړي دي.
منفي اغېزو کې بیا وایي چې د کورنیو د غړو ترمنځ یې لرې والی رامنځته کړی دی، د مخامخ ملګرتیا مجلسونه یې کم رنګه کړي دي،ځوانانو کې یې تنبلي او سستوالی زیات کړی دی، ۷۶.۵ سلنه ځوانان باور لري چې د مجلس اداب یې ختم کړي دي او ۴۳ سلنه ځوانانوکې د بې خوبي لامل شوي دي او ډیری ځوانان یې د کتابونو له مطالعې لرې ساتلي، دوی ټوله ورځ په رسنیو کې د عکسونو او ویډیوګانوپه کتلو تیروي.
همداراز د څېړنې بله موخه بیا څرګندوي چې ټولنیزو رسنیو د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده، دوی وایي ټولنیزو رسنیو د تعلیم،روغتیا، ټولنیز ژوند، ادب او ورزش په برخو کې د دوی د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ لیدل کیږي چې ځوانان هره لحظه د بیلابیلو تعلیمي موضوعاتو په تړاو له ټولنیزو رسنیو معلومات ترلاسهکوي او پوهه یې زیاتیږي، د بېلابېلو روغتیایي معلوماتو لکه د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې معلومات ترلاسه کوي، د ژوند د بېلابېلو اړخونوپه تړاو او د ورزش له ډګره یې د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې ټولنیزو رسنیو د ځوانانو پر اقتصادي وضعیت هم بدې اغېزې کړي دي، افغانستان کې د انټرنیټي کڅوړو د بیولوړالی او له رسنیو څخه د ځوانانو ډېر استعمال لسګونه ځوانان ټیک ټاک، فیسبوک، یوتیوب او نورو رسنیو کې په ورځني ډول تفریحي اونورې ویډیوګانې ګوري چې خپلې پیسې بې ځایه مصرفوي او له بد اقتصادي وضعیت سره یې مخ کړي دي.