له تېرو څو ورځو راهیسې په نړیوالو کورنیو رسنیو کې د G7 هیوادونو کلیمه ډېره کارېږي، خو پوښتنه دا ده چې دا هیوادونه کوم دي او ولې یې په دې نوم یادوي؟
د جي ۷ یا G7 نوم د انګلیسي Group7 ترکیب دی چې په لنډ ورته G7 وايي. د ۷ ګروپ دا هیوادونه په اوسني وخت کې د نړۍ پياوړي اقتصادي هیوادونه بلل کېږي چې دا هیوادونه په کې راځي:
۱) کاناډا؛
۲) فرانسه؛
۳) جرمني؛
۴) اېټالیا؛
۵) جاپان؛
۶) انګلستان؛ او
۷) امریکا
روسیه په ۱۹۹۸ کال کې د دې ګروپ غړی هیواد شو او د دې ډلې نوم یې له G7 نه G8 ته بدل کړ، خو څه وخت وروسته په ۲۰۱۴ د کریمیا د لانجې له امله روسیه بېرته له دې اتحاد نه وویستل شوه او نوم پخواني حالت ته واوښت.
د دې اتحاد غړي هر کال سره راټولېږي او د G7 ناسته کوي، په دې ناسته کې پر مهمو نړیوالو مسایلو غږېږي او په اړه یې پرېکړې کوي.
تاریخچه
د دغو هیوادونو لومړۍ غونډه په ۱۹۷۰ کال کې د امریکا د خزانې (ماليې) وزارت له لوري پیل شوه او هغه وخت د (Library Group) په نوم یادېده. په هغه وخت کې به د امریکا، فرانسې، جرمني او انګلستان د ماليې وزارت سره په غیررسمي ډول راټولېدل او د پيسو د بحران د متوازنولو لپاره به یې بحثونه سره کول.
جاپان له دې ناستې سره وروسته یو ځای شو او د وخت په تېرېدو د فرانسې او جرمني د ولسمشرانو له ګډون سره، دغه ناسته د مالیې له وزیرانو د ولسمشرانو او لومړي وزیرانو کچې ته پورته شوه.
کاناډا او اېټالیا ورسره وروسته یوځای شول او په دې توګه د دې ډلې نوم ج ۷ یا G7 شو.
نیوکې
سره د دې چې ویل کېږي دا هیوادونه د نړۍ ستر اقتصادي ځواکونه دي، خو په دې ډلې یوه نیوکه دا ده چې نورو هیوادونو ته ځای نه ورکوي. سره د دې چې چین به په څو کالو کې د نړۍ ستر اقتصاد شي، خو د G7 هیوادونو ډله چین ته په خپل دې اتحاد کې ځای نه ورکوي او د چین په شمول د نړۍ ځینې نور هیوادونه په دې برخه نیوکه کوي.
سږنۍ ناسته
د ج۷ یا جی سیون جی ۷ هیوادونو سږنۍ ۴۸مه ناسته د روانې جون میاشتې له ۱۱ تر ۱۳ نېټې پورې په انګلستان کې ترسره کېږي او د کرونا ناروغۍ او واکسینو په شمول، په ځینو نورو نړیوالو مسایلو غږېږي.
د سږنۍ غونډې لپاره د اصلي غړو په شمول د اسټرالیا، انډيا، سویلي کوریا او سویلي افریقا هیوادونه هم بلل شوي، خو دا هیوادونه د دې اتحاد اصلي غړي نه دي.