خپلو نیمګړتیاو سره څه وکړو؟ / میراحمد یاد

یو کس دی، خېټه یې غټه ده، خو دا ژمي ته خوشحاله وي چې زه په پېړو جامو کې به مې خېټه راوتلې نه ښکارېږي.

بل کس دی، غاښونه یې زیړ دي، خو دا نه خاندي او وایي چې په همدې طریقه به مې خیرن غاښونه پټ وي.

یو بل کس دی، ناروغه دی، خو خلکو ته ځان روغ ښيي او خوشحاله دی چې ځه خلک را باندې د ناروغ ګومان نه کوي.

یو بل کس دی، په یوه موضوع کې يې معلومات کم دي، خو د خولې چالاکي کوي او خلکو ته داسې ښيي چې زه ګني پوهېږم.

دا ټول نیمګړتیاو د حل کولو نه، بلکې د هغوی د پټولو هڅې دي او دا هڅه داسې ده لکه انسان چې لومړی خپل ځان او بیا نور خلک تېرباسي.

نیمګړتیاوې په پټولو نه حل کېږي، بلکې یو وخت به داسې راځي چې بیا به یې موږ پټولی نه شوو او هغه وخت به بیا د دې نیمګړتیا د پوره کولو وخت هم رانه تللی وي.

دا سهي ده چې دې نیمګړتیاو سره مخ کېدل سخت دي. څوک په آسانۍ دا نه شي ویلی چې زه نیمګړتیا لرم او نه په آسانۍ دا منلی شي چې نور خلک د دې پر دې نیمګړتیا خبر شي.

دا حالت سخت دی چې انسان دې بل چاته نیمګړی ښکاره شي، هغه دې پرې قضاوت وکړي او دا دې د همدې نیمګړتیا له امله ټيټ یا کم وګڼي.

خو دا هم آسانه نه ده چې انسان دې ټول عمر یو پټ بار په خپلو اوږو روان کړی وی او هره شېبه د دې ترې د لوېدو وېره وي.

دا هم سخته ده چې انسان دې تل د خپلې نیمګړتیا پټولو ته متوجه وي او هره شېبه دې دا غم ورسره وي چې دا منفي ټکی مې چاته ښکاره نه شي.

نو آسانه لار څه ده؟

آسانه حالت خو به دا وي چې انسان نیمګړتیا بیخي ونه لري، له هرې خوا پوره او په هر فن کې تکړه وي، خو دا هم ممکنه نه ده.

نو لږ جرئت په کار دی، له خپلو نیمګړتیاو سره مخ کېدل په کار دي او بیا یې د پوره کولو لپاره لارې چارې لټول او اقدمات کول په کار دي.

داسې نه کېږي چې انسان دې هم نیمګړتیا پټوي او هم دې هغه نیمګړتیا پوره کېږي، ځکه په دې حالت کې د انسان اراده د نیمګړتیا د حل نه وي، نو انرژي یې هم د حل پر ځای په پټولو مصرفېږي.

خو موږ ووایو چې راځئ خپله دا یوه نیمګړتیا پوره کوو، نو اول کار به دا کوو چې هغه نیمګړتیا به منوو، بیا به دا ګورو چې موږ یې د حل لپاره څه کولای شوو؟ او بیا به هغه کار عمل پیلوو.

په دې کې ګټه دا ده چې که موږ د دې نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره اقدام کوو او حتی وړوکی ګام هم اخلوو، نو د دې نیمګړتیا د پوره کولو خوا ته راون یوو.

راځئ دوه حالته تصور کړو، یو دا چې انسان تل د خپلو خېرنو غاښونو پټولو لپاره خندا نه کوي او دویم دا چې انسان لګیا وي، د خپلو غاښونو د پاکولو لپاره هره ورځ برش یا مسواک کاروي؟

د کوم انسان اندېښنه به لږه وي؟ کوم یو به پرمختګ کوي؟ کوم یو به د نیمګړتیا د حل طرف ته روان وي؟ او کوم یو بل د ځان تېرایستلو پر ځای، عملاً یو کار کوي؟

د نیمګړتیاو ختمولو لپاره نیمګړتیا منل ضرور دي، کله چې موږ په زړه کې دا ومنوو چې ستونزه شته، بیا به یې د حل لپاره لارې چارې لټوو او بالاخره به دا ستونزه حل کېږي… که داسې ونه کړو، د نیمګړتیا د پوره کولو څو چنده انرژي به مو د هغې په پټولو لګولي وي او بیا به هم نیمګړي یوو.

Scroll to Top