ترکیې د هرات سېلاب‌ځپلو ته نوې مرستې ولېږلې

د هرات ولایت سېلاب‌ځپلو ته د ترکیې د دولتي مرستو نوې جوپه هغه ولایت ته رسېدلې ده.

دا جوپه چې ۶۲۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي مواد په کې دي، د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د افغاني سرې میاشتې مسوولینو ته سپارل شوې ده.

په هرات کې د سرې میاشتې ادارې چارواکي وایي، دا له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو نهمه جوپه دې چې دوی ته سپارل کېږي.

د چارواکو په وینا په دې مرستو کې اوړه، خیمې، کمپلې، ویلچیرونه، صحي او روغتیايي کڅوړې، د کور وسایل او نور توکي شامل دي چې د سیلاب‌ځپلو مرستې به ورسره تر یوه حده حل شي.

د یادونې وړ ده چې په هرات او غور کې د سېلابونو وروستیو څپو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې او زرګونه نور یې بې کوره کړي دي دي.

Scroll to Top