تريخوالى له احساسي اړخه د ماتې نښه ده. تندوالى د ښو کارونو لپاره ستاسې وړتياوې فلجوي، د ځان لپاره معيارونه وټاکٸ، له ځان سره صادق واوسٸ او له ځان سره رقابت وکړٸ.
لاندې کارونه ترسره کړٸ او ژوند کې خوښي ومومٸ:
* په هر کس او هر ځاى کې مثبت ټکي ولټوه.
* معيارونه مو په هوښيارۍ وټاکٸ.
* هڅه وکړٸ چې په ډېرو کوچنيو کارونو کې خوښي پيدا کړٸ.
* په ياد ولرٸ چې د ژوند ټولې برخې يو ډول نه دى، ژوند لوړې او ژورې لري.
* په هر حالت کې د سم کار هڅه وکړٸ.
* دا زده کړٸ چې بايد ځينې کارونه جبران کړٸ، ناهيلي کېږٸ مه او په اړه يې ډېر فکر مه کوٸ.
* له هغوى سره چې تر تاسې لږ چانس لري مرسته وکړٸ.
* خپل ځان او نور وبښٸ، په زړه کې مو کينه مه ساتٸ.
* ځان پر ګټورو کارونو بوخت کړٸ.