بریا/ کامیابي څه ده؟_انور خان هډه وال

په معلوم او ټاکلي وخت کې د هدف لاسته راوړل کاميابي ده،
مطلب د خپل
Vision
Mission
Short Term Objectives
Long Term Objectives
په معلوم وخت کې تر لاسه کولو ته کاميابي وايي.
راځئ کاميابي دې ته ونه وايو چې په ټولګي کې لومړى مقام خپل کړو بلکې ددې سره بايد کوشش وکړو چې په ژوند کې اول نمره شو، په دې معنا چې زموږ خوۍ چال او چلند په کور، کلي، ولسوالۍ او په ټوله معنا چې په ټولنه کې د يو ښه انسان به رقم اووسو تر څو د خلکو په زړه کې ځاى پيدا کړو او ددې په واسطه د ټولنې ملاتړ او دعا تر لاسه کړو تر څو په حقيقي توګه د کاميابو وګڼو په قطار کې راشو.
هېره دې نه وي چې
د بريا لپاره لومړى د هدف لرل، هدف سره غلاقه، مالي ملاتړ، د لټۍ سره دوښمني او په خاص ډول د کورنۍ دعا(مور، ورور، خور…….) او ملاتړ مهم عنصر دى.
يو ځاى کې مو لوستي دي چې(د هدف د لاسته راوړلو لپاره لومړى ګام د هدف لرل دي).
نو اهداف مو انتخاب کړئ او د لاسته راوړلو لپاره يې همدا اوس حرکت وکړه، نو باوري وسئ چې کاميابۍ ستاسې ده.

Scroll to Top