یو سړي د بودا سپکاوی وکړ. بودا څه ونه ویل او هغه ځای یې پرېښود.
خلکو سړي ته وویل: ته پوهېږې چې چا ته دې سپکاوی وکړ؟ هغه وویل: زه نه پوهېږم.
خلکو وویل: هغه بودا و، چې یو لوی بزرګ دی.
سړی سخت پښېمانه شو، توبه یې وکړه او د بودا په لټه کې شو تر څو بخښنه ورڅخه وغواړي. ډېر وګرځید خو بالاخره یې بودا وموند. سړی د بودا پښو ته وغورځید او بخښنه یې وغوښته. بودا وویل: ته څوک یې او څه غواړې؟ او ولې بخښنه غواړې؟“ هغه وویل: پرون مېتاته سپکې سپورې وویلې، اوس پښیمانه یم او له تا څخه بخښنه غواړم.”
بودا وویل: د نن په اړه راته وغږېږه، زه د پرون په اړه هېڅ نه پوهېږم.
“یوازې یو وخت مهم دی: اوس! دا خورا مهم وخت دی ځکه چې دا یوازینی وخت دی چې موږ یې واک لرو.” – لیو تولستوی
“زه هېڅکله د راتلونکي په اړه فکر نکوم. ځکه هغه به خپله ډېر ژر راشي.” – البرټ انشټاین.
“د فزیکي او رواني روغتیا راز دا نه دی چې د تېر په اړه فکر ونکړو او د راتلونکي په اړه اندېښنه. بلکې د فزیکي او رواني روغتیا رازدادی چې په اوسني وخت کې په هوښیارۍ او صادقانه توګه ژوند وکړو.” – بودا
موږ ټول دا منو چې په «حال» کې ژوند کول دومره ساده او اسانه کار نه دی. تاسو ممکن په تېر او راتلونکي کې ښکېل شئ، خو هېڅستونزه نشته. یوازې همدا کافي ده چې هغه تشخیص کړئ او ژر تر ژره ترې ځان وباسئ. دا تاسو ته د خوښۍاو آرامۍ احساسدرکوي. په یاد ولرئ دې حالت کې د نورو مواردو په څیر ایډیالېزم د اضطراب او ځان خوړلو لامل کېږي. نو هڅه وکړئ چې ارام ارام د ژوند له دې طرز سره ځان عادت کړئ او ډیره سختي مه کوئ، هسې نه چې بېرته د ژوند پخوانیو عادتونو ته وګرځئ.