لیکوال (شیو کهرا) انګېزه داسې تعریفوي.
انګېزه هغه څه شی ده چې عمل او احساس تشویقوي انګېزه ورکول یعني هڅول او الهام ورکول، انګېزه د عمل او احساس رڼولو او بلولو(لکه د اور بلول ) ته هم ویل کېږي.
خو انګېزه هغه ځواک دی چې تاسې یې په مرسته په خپل ژوند کې بدلون راوستلی شئ.
باندنۍ (بیروني) انګېزه له باندي سرچینه اخلي مثلاً که تاسې یو شتمن کس ګورئ چې ډېر شته لري پیسې، موټر، کور، ټولنیز موقف… پهداسې حال تاسې باندنۍ (بیروني) انګېزه اخلئ، سخت کار کوئ، شپې سبا کوئ، تر څو همدا ډول شته او د ژوند امکانات ولرئ.
داخلي انګېزه له داخله سرچینه اخلي دا انګېزه یوه داسې داخلي خوښي ده چې د بریالیتوب او کټونکي کیدو څخه نه ترلاسه کېږي،بلکې د هغه رضایت پایله ده چې په سمه بڼه د کارونو له ترسره کولو ترلاسه کېږي. دا په حقیقت کې د بریا په لور د تګ حس دی نه یوېموخې ته رسیدل.
موږ ټول انګېزه اخلو، یا منفي یا مثبته
دوه وروڼه ول یو شراب څښل تل یې له کورنۍ او خلکو سره جنجال وو ټولنه کې په ټیټه سترګه ورته کتل کېدل بل پیاوړی سوداګر و په ټولنهکې خلکو په درنه سترګه ورته کتل او کورنۍ یې افتخار ورباندې کاوه. ډېری خلکو پر دې فکر کاوه چې ولې دوه وروڼه چې د یو مور او پلارزامن دي، په یوه کورنۍ او یو ډول محیط کې را لوی شوي دومره ډېر توپیر لري.
خلکو له معتاد پوښتنه وکړه چې دی څه شي دغه حالات ته وروساوه؟ ده په ځواب کې ورته وویل چې پلار یې. پوښتنه ترې وشوه چې پلاردې ولې رسولی یې؟ ده وویل: (پلار مې په نشه یې توکو روږدی و چې تل به یې خپله کورنۍ وهله ډبوله، تاسې څه تمه درلوده چې باید څهشی وای؟ دا هغه څه دي چې زه یې تر دې ځایه رسولی یم.)
له بل ورور یې پوښتنه وکړه چې ته څه شي وهڅولې چې هرڅه په سمه بڼه تر سره کړې؟ ستا د انګېزې سرچینه څه شی ده؟
ده هم ځواب کې وویل( پلار مې، زه چې کله ماشوم وم، لیدل به مې چې پلار مې شراب څښي او ناوړه کارونه تر سره کوي. هماغه وختمې له ځان سره پرېکړه وکړه چې زه نه غواړم د هغه په څېر شم.)
شیو کهرا
د دواړو د انګېزې سرچینه یوه وه، خو یوه ترې منفې او بل هم مثبته انګېزه اخیستې وه.
منفي انګېزه اسانه لارې ته د لېوالتیا لامل کېږي چې پای یې خورا سخت دی.
انګېزه تاسې په ژوند کې دومره مهمه ده لکه تاسې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې، که تاسې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې ونه لرئ ژوند سخت دی،تاسې ژوند بې معنا دی.