المان کې د افغانو مېرمنو ستونزې / نسرین حمیدي

د خوشاله، سوکاله او پرمختللي ژوند په هيله زرګونه افغانې کورنۍ لويديځو او اروپايي هېوادونو ته کډوالېږي. د اروپا په زړه کې جرمني هېواد د زرګونه جنګ ځپليو افغانانو کوربه دی. افغانې ميرمنې هم د دې کډوالو لويه برخه تشکيلوي. د افغانستان په څېر کلتوري او دودیزه ټولنه کې د نارينه‌وو په پرتله ميرمنو تل زیات کړاوونه ګاللي او د ميرمنو د بې سوادۍ کچه هم نسبتآ لوړه ده. ښايي ډېر داسې موارد وي، چې افغان ميرمنې د جرمني په څېر پرمختللې ټولنه کې هم هاغسې هوسا نه وي، څومره چې دوی هيله درلوده. په دې ليکنه کې په جرمني کې د افغان ميرمنو ستونزو ته له څو اړخونو کتنه شوې.

نوی کور او نوی ژوند

ګڼو افغانو میرمنو لپاره جرمني کې مېشتیدل له ننګونو سره مل وي. تر ټولو لویه ننګونه د ژبې ستونزه ده. دوی نه یوازې دا چې د جرمني چاپيريال په ورځنیو مفاهیمو کې له ستونزو سره مخ کېږي، بلکې دې ټولنه کې ادغام هم ورته ننګوونکی کېږي.په یاد هېواد کې ورځنیو او نورو ګټورو خدماتو ته د لاسرسي په موخه د جرمنۍ ژبې زده کول اړين دي. د افغان میرمنو لپاره چې ټول عمر له زده کړو لیرې او کورنیو تاوتريخوالو کې تېر شوی، د جرمنۍ پشان د پيچلې ژبې زده کول ورته دومره اسانه نه دي. د دې ژبې له زده کولو پرته له ګڼو خدماتو محرومې پاتې کېږي او په دې ډول پرمختللې ټولنه کې هم منزوي پاتې کېږي. ان په مغازو کې د پېرلو او نورو عمومي خدماتو څخه استفاده ورته مشکله کېږي.

د دې تر څنګ متفاوت کلتوري چاپيريال د افغان میرمنو لپاره یوه بله جدي ستونزه ده. دوی ټول عمر د افغانستان په سختو کلتوري او دوديزو شرايطو کې ژوند کړی او د افغانستان کلتوري شرايط له اروپايي هغو سره ځمکه او اسمان توپير لري. د دوی په ژوند کې دغه لوی کلتوري تغیر زیاتې افغانې میرمنې په دې نوي چاپيريال کې منزوي کوي او د بيګانګۍ احساس پکې زياتېږي.

رواني ستونزې

دغه ډول لوی کلتوري تغیرات په افغان میرمنو کې رواني ستونزې هم زیږولی شي. زیاتې د تاوتريخوالي،  کورنیو ستونزو او شدیدو رواني ستونزو له ګاللو وروسته د جرمني چاپيریال ته راځي او دغلته نااشنا او متفاوت کلتور او ټولنه د دوی رواني ستونزې لا پسې زیاتوي. د دې له امله چې په نوي چاپيريال کې موثرې اړیکې او ادغام نشي کولی، په دوی کې ډيپرېشن او اضطراب په څېر رواني مشکلات رامنځته کېږي.

جنډر اړوند ستونزې او ټولنیزه انزوا

د جنډر په برخه کې هم ګڼې افغانې ميرمنې د جرمني پشان متفاوت چاپيریال کې له ننګونو سره مخ کېږي. ځينې افغان نارينه د محافظه کاره نظريو تر اغېزې لاندې د خپلې کورنۍ د ښځينه غړيو ازادي محدودي او هغوی ته اجازه نه ورکوي، چې جرمنۍ ټولنه کې ځان مدغم کړي، زده کړې وکړي او يا هم کار وکړي. دغه ډول محدوديتونه نه یوازې دا چې د دې میرمنو د شخصي او ټولنیزو پرمختګونو په وړاندې خنډ ګرځي، دوی له ټولنیزې انزوا سره هم مخ کوي او په دې سره دغه میرمنې له ارتباطي شبکو او حمايوي سیستمونو ليرې پاتې کېږي.

په ماشومانو اغېزې

دغه ننګونې نه یوازې دا چې افغانې میرمنې متضررې کوي، بلکې د دوی ماشومان هم له جدي ننګونو سره مخ کولی شي. دوی سره  د خپلو بچيانو د ساتنې او روزنې په اړه انديښنې وي او ماشومان هم له دې نوي چاپيرياله يو ډول وېره احساسوي. کورنۍ هم د خپلو ماشومانو د ساعتیرۍ او تفريح او د هغوی له غالمغال او شوخيو د خوندي پاتې کېدو له په منظور، هغوی په الکترونيکي وسایلو لکه ځيرک تليفونونو، ټلويزیونونو… بوخت ساتي. حقیقت دا چې په دوامداره توګه ماشومان د تليفون او ټلویزیون سکرين ته کېنول، په هغوی خورا منفي اغېزې کولای شي. د هغوی ذهني وده کمزورې کوي، له ټولنې، کورنۍ او ملګرو یې منزوي کوي او هغوی ته ځينې روغتيايي ستونزې رامنځته کوي. دوی زیاتره خپل ماشومان د ويرې او وهلو له لارې غلي کوي. خو دې ټولنه کې د ماشومان وهنه او ځورونه د دې لامل کېږي چې دولت د ماشومانو روزنه په غاړه واخلي او ماشومان د کورنیو له لاسه ووځي. د همدې ویرې له کبله هم دوی هڅه کوي چې ځيرک موبایلو او ټلويزیونونو پشان ناموثرو لارو خپل ماشومان خوشاله او خاموشه وساتي. په دې ډول نامطلوبه شرايطو کې لوی شوي ماشومان د ژوند تر اخره په ستونزو کې وي او په دې نوې او پرمختللې ټولنې کې به هم د پرمختګ له کاروانه شاتې پاتې وي.

حل لارې

د دې ټولو ستونزو او ننګونو سره سره، د جرمني چاپيریال دومره هم تیاره نه دی، چې افغان میرمنو لپاره دې پکې د هيلو د رڼاګانو کوم څرک نه وي. په جرمني کې مختلف سازمانونه دې ډول کډوالو لپاره د ژبې زده کولو کورسونه، ادغام پروګرامونه او رواني ملاتړ اغېزناک پروګرامونه لري او افغان میرمنې هم له دې پروګرامونو اغېزناکه ګټه پورته کولی شي. د دې پروګرامونو په پایله کې به افغانې ميرمنې په یوه نوي چاپيریال کې هوسا، خوشاله او ارامه ژوند ولري.

د دې تر څنګ ټولنې مرکزونه (Community centers)، ښوونې او روزنې پروګرامونه او د ښځينه‌وو فعال ګروپونه هم د دې میرمنو شته ننګونو په حل کې اغېزناک ثابتیدلای شی. له دې لارو او ادرسونو افغان میرمنې خپلې تجربې او ستونزې شریکولی، نوي مهارتونه زده کولی شي او ټولنې کې ځان مدغم کولی شي.

د دوو کلتورونو ادغام

د نړۍ په مختلفو برخو کې کډوال له ورته ستونزو سره مخ وي. جرمني او نورو متفاوتو کلتورونو لرونکو هېوادونو ته په راتلو سره کډوال له بېلابېلو ننګونو سره مخ کېږي. مهمه ده چې افغان میرمنې د خپل کلتور تر څنګ دې نوي کلتور سره هم ځانونه عیار کړي. په دې سره نه یوازې دا چې دوی له نوي کلتور سره اشنا کېږي، بلکې د دې متنوع او پراخې نړۍ بیلابېلو کلتورونو ته د درناوي روحیه هم په دوی کې وده کوي.  د جرمني دولت او مدني ټولنو فعالانو ته پکار ده، چې د دې کډوالو د ستونزو او ننګونو په حل کې اغېزناک ګامونه پورته کړي او هغوی ته ارامه او هوسا چاپيریال رامنځته کړي.

جرمني له هغو هېوادونو څخه دی، چې مختلف او متنوع کلتورونه پکې په غوړېدو دي. د افغانانو او د افغان میرمنو په څېر مظلوم قشر په ادغام سره جرمني خپله بشردوستانه ژمنتيا عملاً ثابتوي. د دې میرمنو په ځواکمنېدو سره د جرمني ټولنیز جوړښت او ټولنیزې اړيکې لا نوره هم بډایه کېږي.

پایله

افغان میرمنې د کلونو په اوږدو کې له ګڼو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په وروستیو کې د طالبانو له لورې د دوی په زده کړو او کار بندیزونه د دوی مظلومانه حالت لا نور هم تشدید کړی. لويديځ او اروپايي هېوادونه په ځانګړې توګه جرمني د دې ميرمنو د لاسنيوي او هغوی ته بشري ژوندانه د هیلو په ژوندۍ ساتلو کې مهم رول لوبوي. خو افغان میرمنې لپاره دې ډول نوي او متفاوت کلتور کې ادغامېدل دومره اسانه نه دي. خو له نېکه مرغه د جرمني په هېواد کې ګڼ دولتي او مدني سازمانونه دې ډول مېرمنو او کورنیو لپاره اغېزناک پروګرامونه لري او له هغوی سره مرسته کوي، چې د جرمني له متفاوت کلتور، ټولنې او ژبې سره اشنا او دلته له وقار او هوساينې ډک ژوند پيل کړي.

Scroll to Top