افغان ځوانانو کې نهیلي ولې مخ په زیاتېدو ده؟ / رضا الله ځار

ناهيلي په افغان ځوانانو کې له عامو ستونزو څخه ده، چې نن سبا ډېری تر سترګو کېږي او اکثره ملګري يې په اړه پوښتي، ما دلته تر خپلې وسې پوره هڅه کړې، چې په دغه ستونزه د ځان سربېره تاسې هم لا ښه وپوهوم…
ناهيلي يو ډېر ژور احساس دی، چې په پيچلي شکل سره زمونږ په اعمالو او افکارو کې راڅرګندېږي، د ناهيلي اړوند ادبيات له ډېر پخوا راپاتي او تر ننه زمونږ په منځ کې د ليدلو ترڅنګ اورېدل کېږي هم. د ناهيلۍ مربوط د ناهيليزم په نوم يو فلسفي مکتب هم شتون لري، چې د نظرياتو او بحثونو ډېره برخه يې د ژوند او ارزښتونو په بې هدفه کېدو او بې اساسه کېدو راڅرخي، چې د دې نظرياتو راس کې د ژان پال سارتر او فريدريش نيتچه نومونه ډېر تر غوږه کېږي، د نيتچه په نظرياتو کې ناهيلېزم ته د دعوت کولو او د سارتر په نظرياتو کې د ناهيلېزم د مخنيوي څرک ليدل کېږي، چې سارتر په خپلو نظرياتو کې هڅه کړې، چې په يوې ځانګړې فلسفي تګلارې سره خلک د ژوند د مانا پيدا کولو په لور راوبولي.
ناهيلي په اکثره ټولنو کې په مختلفو بڼو سره ليدل کېږي، خو زياتره په هغه ټولنو کې چې جګړې، بې وزلۍ، ګونګ حالت، ستونزمنې اړيکې او د تقاضا خلاف چاپيريال شتون ولري ناهيلي راټوکېږي، همدې ځانګړنو ته په کتو افغاني ټولنه يو له هغه ټولنو څخه ده، چې ناهيلي په کې ډېره او خاصتاً په ځوانه طبقه کې اوج ته رسېدلې ده.
په افغاني ټولنه کې اکثره ځوانان او زياتره تعليم يافته ځوانان د دې ستونزې سره په جنجال کې دي، چې اوس به څه کوو، راتلونکی به مو څنګه وي، ايا دا دومره خوارئ ځای نيسي او که نه او ورته ډېرې نورې کلمې د ناهيلۍ څرګندې نښې دي. ناهيلي د يو فرد په ژوند ګڼ شمېر اغېزې لري، حتا په ژوند، سلوک، فکر او خوي يې اغېزه پرېباسي. د يوې څېړنې له مخې په هغه ټولنو کې ناهيلي د شدت کچې ته رسېږي، چې اوږدې جګړې يې تجربه کړي وي. بې ثباته او بې باوره فضا هم د دې باعث کېږي، چې د ځوانانو هيلې او خوبونه حرام شي، د پرمختګ د شدت کچه يې راټيټه شي، انګېزه يې وځپل شي او په ټوله کې د ځان سره په جنجال اخته شي.
ناهيلي ګڼ شمېر عوامل لري، خو ما چې تر څومره ځوانانو وپوښتل او ومې لوستل دې پايلې ته ورسېدم، چې ناهيلي د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له وجې ډېره تر سترګو کېږي، همدارنګه د ښوونځيو او پوهنتونو د نصاب خراب سيستم او کمزوې محتوا هم ځوانانو ته خوشبيني او پر ځان باور نه شي ورکولی او ناهيلۍ ته د تګ لاره ورته جوړوي، ځکه هلته شاوخوا اړيکې له دې د ډېر څه کولو غوښتنه کوي، خو دا تېر او شته چاپيريال او روزنې هغه پړاو ته نه وي رسولی، چې دا غوښتنې پوره کړي.
که چرته په ټولنه او ځوانانو کې ناهيلي داسې سر وي؛ لرې نه ده چې نور زيات ځوانان هم خپل ژوند ته هيله وبایلي، ژوند يې بې هدفه شي، د نورو په اوږو بوج شي، شخصيت يې د انزاو په طرف شي او له نورو په تېښته سر د يواځيتوب، خپګان او اضطراب لومو ته ځان ورسوي او په ډېری مواردو کې دا لومې د ځانې وژنې په افکارو او عمل پرې کړي…
ناهيلي خپل اغېز تر اوږد مهاله پورې ساتي او د ژوند په مروجو برخو لکه، زده کړو، دندو، کارونو، اړيکو او خويونو کې يې اغېز ژر ښکاره کېږي. همدارنګه که خپله په ناهيلۍ اخته ياستئ، يا مو کوم د شاوخوا شناخته کس په دې ستونزه کې ګير وي، هيله ده ملاتړ يې وکړئ، ځان او نورو ته د مثبت فکر لرلو او خپلو هيلو ته د لرونکو قدمونو تعقيب باندې تاکيد وکړئ، ځانته په خپله د نورو باوجود ډاډ او تلقين ورکړئ او د يو منظم پلان په اساس ژوند مخکې بوځئ… له نورو ماهرو او تکړه ملګرو او مشرانو سره د خپلو وړتياوو او علايقو په هکله وغږېږئ، په اونۍ کې مسلسل د کورنۍ او نژدې خپلوانو او ملګرو حال احوال وپوښتئ، چکر ته ولاړ شئ او خپلو کې سره بنډارونه وکړئ.
په ټوله کې ناهيلي يا ناهيله کېدل يو ځورونکی حالت دی، خو مقابله ورسره ممکنه ده. د مثبت فکر، ځان پېژندلو او هدف لرلو سره کولی شئ، پر خپل ژوند کې د ناهیلۍ اغېزې راکمې کړئ او د ژوند يو نوی خوند وګورئ.

Scroll to Top