ټولنیز علوم

تحلیلونه, سیاست, ورزش

ورزش د دیپلوماسۍ د ترویج لپاره: په افغانستان کې د ورزشي دیپلوماسۍ ځواک – OpEd

 ورزشي دیپلوماسي د یوه ملت د نړیوالو اړیکو د پياوړتیا، د متقابل درک د فرهنګ د ترویج او د یوه ملت د تصویر بیا رغولو لپاره قوي وسیله ده. افغانستان چې له ډېره وخته جګړې او بې ثباتۍ سره مخ دی، ورزش یې د ملت د یو کولو وسیله او د نړیوالو اړیکو یو پُل کېدلای شي. سره د دې چې ورزش دومره بالقوه ګټه لري، خو بیا هم افغانستان لا نه دی توانېدلی چې ورزشي دیپلوماسي د یوې ستراتیژيکې وسیلې په توګه په نړیوالو اړیکو کې وکاروي.

کرېکټ په افغانستان کې نوي نسل لپاره په انګزیزې او  د هیله منۍ په سمبول بدل شوی او په هیواد کې دننه او بهر د کرېکټ د برخې لاس ته راوړنې پام وړ دي. د افغانستان له سُنتي ورزش اوزلوبې (بزکشۍ ) نیولې تر فوټبال، والیبال او نور ورزشونه هم دا وړتیا لري چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او قومونو کې یووالی او اړیکې او همدارنګه له نړۍ سره د افغانستان اړیکې رامنځته او پياوړې کړي.

تاریخ

د جمهوریت له سقوط وروسته / باز محمد عابد «لومړۍ ۴ برخې»

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست ۱۳ مه نېټه وه. د جمعې له لمانځه راکرځېدلی اوم. د کور تر څنګ د سیند پر غاړه مې له ماشومې لور سنبل سره قدم وهلو چې وټس اپ ته مې د مشال راډیو د مشر زنګ راغی. له سلام کلام وروسته یې راته کړه چې د ازادې اروپا د ازادي راډیو د مرکزي څانګې له هدایت سره سم باید ته له خپلې کورنۍ سره جلال اباد پرېږدې او کابل ته ولاړ شې. د ازادي راډیو ټول ولایتي خبریالان کابل ته غوښتل شوي، هلته تاسو ته د درې میاشتو لپاره د کور کرایه او ورځنی مصرف هم درکول کېږي. مشر زیاته کړه چې د دوحې د تړون له مخې به طالبان تر درېیو میاشتو پورې کابل ته نه داخلیږي.

بېلابېل, تاریخ, دین, ټولنیز علوم

د نجاشي پاچا ( ۱۴۰۰ ) کلنه واکمني وژغورئ!!!

نجاشي د حبشې د پاچایا نو لقب وو، یانې د پاچا نوم به که هر څه و، نجاشی یې باله، خو زموږ مقصد له دې کورنۍ هغه نجاشی دی چې حبشې ته د ملسمانانو د هجرت پر مهال يې د حاکمیت زرین تاج پر سر و، او وروسته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لیک لیږنې له کبله د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شو.

ادب, بېلابېل

ایموجي ، د احساس د بیان کمزوري / سیال یوسفي

شاعران په دې مشهور دي چې د احساس د بیان ژبه یې تر نورو تېزه ده!

لیکوالان، ډیالوګ لیکوونکي، فلم جوړونکي، ډایرکټران او ان ممثلین یا هنر لوبغاړي که د تیاتر وي او که د غټې پردې؛ ټول په دې یادیږي چې د ټولنې د کوچنیو او جزیي مسایلو ارزونه کوي، الهام ترې اخلي، درک کولای یې شي او تر نورو یې ژر ورته پام کیږي او اخذ ترې کوي.

ادب, بېلابېل

استاد شپون د يو نقاد په توګه / حفیظ الله بشارت

اول، منطق. د نقد پر مهال باید نیمګړي او ستایل شوي ځایونه د مثال په ورکولو سره داسې واضح شي چې شوی نقد، بېرته تر نقد او کره کتنې لاندې رانه شي.
دوه، نقد پر لیکوال یا شاعر نه، باید د هغه پر پنځونه وشي. لیکوال یا شاعر که هر ډول شخص وي، خو په نقد کې د هغه دریځ او شخصیت ته پام نه کېږي، د يو نقاد ډېر تمركز باید د لیکوال او شاعر پر لیکنه یا شعر باندې وي.

مدیریت, ټولنیز علوم

په کاري مرکه «انټرویو» کې څنګه بریالي شوو؟  

هغه تاثیر چې تاسو یې د مرکې په وخت کې په مرکه کوونکې باندې شیندئ ممکن ستاسو د پوهې او علمي سویې څخه ډېر لوړ وي، د دندې لپاره د کېدونکې مرکې په وخت ستاسو مزاج، چلند، بنسټیز ټولنیز مهارتونه، او د خبرو کولو وړتیا ستاسو د تجربې او زده کړې سره  یو ځای ارزول کیږي؛ نو که تاسې د بریا په لټه کې یاست هڅه وکړئ له هرې مرکې وړاندې لاندې ټوکو ته پوره پام وکړئ، دا به تاسې سره په یوه بریالۍ مرکه کې بشپړه مرسته وکړي او د بریا چانس به مو لا پسې زیات شي.

سیاست, ټولنیز علوم

د دولتونو سیاسي تروریزم / روین پوپل

د اوسنۍ نړۍ په معاصر سیاست کې تر ټولو پیچلۍ او ډیر کارول شوې اصطلاح (تروریزم) چې د نړۍ په لر او بر کې یې د دولتونو سیاست، دیپلوماتیکې اړیکي، ځمکنۍ بشپړتیا، نظم او امنیت له ګواښ سره مخ کړې اوسمهال د نړیوال سیاست او رسنیو د بحث اصلي محور ګرځیدلې.

Scroll to Top