Author name: admin

تحلیلونه, راپورونه

ایا چين له امریکا د ټیکنالوژۍ جګړه ګټي؟ / نور احمد اسحاقزی

د امریکا متحده ایالات چې د څو لسیزو راهیسې یې د نړیوال نظام په جوړښت کې د یو ناانډوله اقتصادي او نظامي ځواک په توګه ځان مسلط کړی، په دي وروستیو کلونو کې د چین په نوم د یوه مخ پر ودې قدرت د رامنځ ته کیدو له ننګونې سره مخامخ دی چې کولای شي د نړۍ د تر ټولو لوی نظامي او اقتصادي ځواک (امریکا متحده ایالاتو) قدرت په خطر کې واچوي. د چین د تخنیکي وړتیاوو زیاتوالی د سپینې ماڼۍ د اندیښنې او له بیجینګ سره د واشنګټن په دوه اړخیزو اړیکو کې یو له مهمو ننګونو څخه دی.

ارواپوهنه, بېلابېل

ورځنی قانون / رابرټ ګرین /ژباړه: رفيع الله رفېع

که غواړئ؛ بريالی ژوند ولرئ؛ ورځنی قانون له یاده مه باسئ، د بريالي ژوند د درلودلو په موخه د دغه ورځني قانون تطبيق ډېر مهم دی، په دې قانون کې لس مشخص اصول دي، چې هره ورځ بايد په پام کې ونيسوو او د تطبيق لپاره يې ځانګړی پلان جوړ کړو، ترڅو موږ يو ښه بريالی ژوند ولروو، د ورځني قانون دا لس اصلونه دلته ولولئ.

ارواپوهنه, بېلابېل

د خپل ځان لپاره بريالي شئ

د بریاليتوب او خوښۍ لپاره خپل ځان انتخاب کړئ، تاسو هغه څوک يئ، چې کولای شئ خپل ځان بریالیتوب ته ورسوئ او هم خپل ځانته خوښي ورکړئ، تاسو په خپل ځان کې داسې ظرفیتونه او وړتیاوې لري، چې په کار اچولو سره يې حتماً بریالیتوب ترلاسه کولای شئ، په دې ژباړه کې به په همدې پوه شئ، چې څنګه د خپل ځان لپاره بریالي شي؛ سخته نه ده، بس یوازې دا لس خبرې عملي کړئ.

مدیریت, ټولنیز علوم

په کاري مرکه «انټرویو» کې څنګه بریالي شوو؟  

هغه تاثیر چې تاسو یې د مرکې په وخت کې په مرکه کوونکې باندې شیندئ ممکن ستاسو د پوهې او علمي سویې څخه ډېر لوړ وي، د دندې لپاره د کېدونکې مرکې په وخت ستاسو مزاج، چلند، بنسټیز ټولنیز مهارتونه، او د خبرو کولو وړتیا ستاسو د تجربې او زده کړې سره  یو ځای ارزول کیږي؛ نو که تاسې د بریا په لټه کې یاست هڅه وکړئ له هرې مرکې وړاندې لاندې ټوکو ته پوره پام وکړئ، دا به تاسې سره په یوه بریالۍ مرکه کې بشپړه مرسته وکړي او د بریا چانس به مو لا پسې زیات شي.

ارواپوهنه

په خپل ځان باوري اوسئ

په ځان د باور نشتوالی هغه احساس دی، چې وخت په وخت زموږ په زړه او فکر کې راپيدا کېږي او موږ ته شک پیدا کوي، چې ایا موږ د خپل کار ترسره کولو ته چمتو یو؟ یا مسؤلیت ته ژمن یو؟

سیاست, ټولنیز علوم

د دولتونو سیاسي تروریزم / روین پوپل

د اوسنۍ نړۍ په معاصر سیاست کې تر ټولو پیچلۍ او ډیر کارول شوې اصطلاح (تروریزم) چې د نړۍ په لر او بر کې یې د دولتونو سیاست، دیپلوماتیکې اړیکي، ځمکنۍ بشپړتیا، نظم او امنیت له ګواښ سره مخ کړې اوسمهال د نړیوال سیاست او رسنیو د بحث اصلي محور ګرځیدلې.

تاریخ, ټولنیز علوم, ژباړې

موږ کوم سقراط ته اړتیا لرو؟ / ډاکتر مبارک علي

داسې چاپېریال کې فلسفي، مفکر او عالم ته اړتیا پېښېږي، چې د ټولنې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسایلو خبر وي، خلک پرې پوه کړي او داسې افکار او نظریات وړاندې کړي چې په رڼا کې یې مسایل وپېژندل شي او حل لارې یې ولټول شي.

ادب, ټولنیز علوم

د لفظ تاریخ

د ژبې د تاریخ او پېدايښت په اړه په نړۍ کې ډير بحثونه شوي دي او د ژبې د پېدایښت او ودې په اړه بېلې بېلې نظریې منځ ته راغلي دي.

 له دې څېړنو څو موخې وې.

د الفاظو تاریخي حیثیت دانساني تمدن پټې خواوې را برسېره کولی شي.

په نړۍ کې د انسان دموجودیت او رامنځته کېدو په اړه د جوړو شويو مفکورو او عقیدو سمه شننه کېدل.

تاریخ, مېرمنې, ژباړې

بي بي رادو جان، د ښځینه خپلواکۍ سمبول / ژباړه سیال یوسفي

رادو جان چې اصلي نوم یې (رادها) و د امیر امان الله خان د مالیې وزیر، دیوان نرنجنداس لور وه. د هغه د زېږېدو کره نېټه مو پېدا نه شوه کړای خو کولای شو و وایو چې د امیر حبیب الله خان د دورې په وروستیو کې یې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي او د امیر حبیب الله خان د سلطنت په دوران کې یې د تنکي پېغلتوب خوږې ورځې په شا پرېښې وي.

Scroll to Top