د مطالعې سرعت څنګه زیات کړو؟ / ژباړه: عاقب عمر

۱ ډاکټر فیل ریس وایي که غواړئ چې د مطالعې سرعت مو لوړ شي، نو یو ځل حتمن د کتاب لړلیک، سریزه او د سر خبرې ښه په غوردرسره وگورئ تر څو مو په ذهن کې  هغه د کتاب بشپړ تصویر پاتې شوی وي.

۲ ډېره مهمه نه ده چې تاسو دې تل په سرعت مطالعه وکړئ، ځکه چې په ځینو مطالب کې غور او فکر په کار دی چې باید دقیق ولوستلشي او ذهن ته وسپارل شي.

۳ زموږ مغز تل، زموږ تر لوستلو په سرعت کلیمې اخلي او جذبوي. نو که غواړئ چې د مطالعې سرعت مو اوچت شي، په لوړ اواز لهمطالعې کولو ډډه وکړئ.

۴ کوښښ وکړئ چې د یوې جملې دیوه یوه لغت د پوهېدلو پرځای، د ټولو لغتونو په درک کولو او پوهېدلو ځان عادت کړئ.

۵ د «گړندي لوستل او درک کول» کتاب لیکوال د سُستې مطالعې یو علت دا ښيي چې لوستونکی لوستو کرښو ته بیا بیا وگوري. دا کار پهمطالعه کې خنډ واقع کېږي، د لوستونکي تمرکز له منځه وړي او وخت هم زیانوي. لوستونکی باید خپلې سترگې د کتاب له کرښو سره پهمستقیم ډول روانې وساتي او د پورته و کارته کتلو څخه ډډه وکړي.

۶ څوک چې د مطالعې پر وخت د  خط پر سر د گوتې تېرولو عادت لري، دا عادت باید هېر کړي ځکه چې گړندۍ مطالعه یوازې په سترگوپورې اړه لري، نه په ژبه او لاس پورې.

۷ د «د مطالعې لارې چارې» کتاب لیکوال په دې باور دی چې د مطالعې پر وخت حتا سر خوځول هم په مطالعه کې سستي راولي. نو ښهدا ده چې ووايو چې په گړندۍ مطالعه کې یوازې سترګې رول لري، نه سر، نه لاس او نه هم ژبه.

۸ یوه بله ستونزه چې د مطالعې د گړندیتوب مخه نیسي، هغه تش ویل دي«شاو خوا سترگې غړول، د کتاب سپینو حاشیو ته کتل، پهخطونو کې کوز او بر کتل…» دې حالت ته تش کتل هم وایي چې د مطالعې مخه مو ډب کوي.

۹ حتا پاڼې په سمه توگه اوړل هم ستاسو سره دا مرسته کولای شي چې مطالعه مو گړندۍ شي. سمه توگه یې داسې ده چې کله د کتابپاڼه اوړئ؛ په چپ لاس او د صفحې له برې خوا به یې اوړئ او څو چې دا صفحه خلاصېږي تاسو باید بلې پاڼې اوړلو ته تیار وئ. هغهکسان چې په ښي لاس پاڼه اوړي او هغه هم د صفحې له کوزې خوا؛ نو هم یې د مطالعې سرعت کمېږي او هم خپل تمرکز له منځه وړي.

Scroll to Top