۱-که کوم کار کوې او فکر کوې کار دې غلط دی مه یې کوه.
۲- خبرو ته دې دقیق اووسه څه چې هدف دی هغه بیان کړې.
۳- هېڅکله هسې ژوند مه کوه چې ټول له ځان نه راضي کړې.
۴-هره ورځ هڅه وکړه چې زده یې کړې او د زده کړې لاس وانخلې.
۵- په مجلس کې د ځان په اړه بدې خبرې مه کوه.
۶- هیلو ته د رسېدو په خاطر له هڅې لاس مه اخله.
۷-هڅه وکړه په راحتي نه ووایې ،نه ویل زده کړه.
۸- له هو ویلو هم مه ډارېږه.
۹-هڅه وکړه ځان سره مهربان/مهربانه اووسې.
۱۰- که څه کنترولولی نشې ،په خپل حال یې پرېده.
۱۱- هڅه د منفي حالاتو او خبرو لرې اوسه.
۱۲- د نورو درضا لپاره هغه کار مه کوه چې ستا خوښه پکې نه وي.
۱۳- هڅه وکړه وبښې خو هېروه یې مه.
۱۴- په هېڅ یو حالت کې د مقابل لورې په ارزښت د ځان ارزښت مه کموه.
۱۵- کومه خبره دې چې نه خوښېږي مه یې تائیده وه.
۱۶- هغو سره مهربان اووسه چې د مهرباني په قدر دې پوه شي او مهرباني ستا دنده ونه ګڼي.
۱۷- څوک دې چې نه وي خوښ ناسته ولاړه ورسره مه کوه.
۱۸- په زده کړه کې بښونکی اوسه.
۱۹- له چا چې خفه یې ورته ووایه،خفګان او د خفګان دلیل دې ورته بیان کړه.
۲۰میئن/میئنه شه،عشق په ژوند کې د هیلو سبب ګرځي.
#ژباړه_شبانه_دوران