. څه چې یې یوازې دا مه ګوره، څه چې کېدای شې، هغه هم ورسره ګوره.
. بریالیتوب ته په ګیلو نه رسېږې.
. د بریالیو اړیکو یوازینی راز ستا چلند دی.
. چې د بل مزدوري کوې، هېڅکله به شتمن نه شې.
. پر راتلونکي، تر تېر ډېر فکر کوه.
. د بریالیتوب پر وړاندې لوی خنډ دا اندېښنه ده چې خلک به وایي ناکام شو.
. چې پر ځان یې باور ونه لرې، هېڅ هم نه شې کولای.
. اصلیت مو له دې معلومېږي چې په سخته کې څنګه چلند کوو؟
. په نړۍ کې لوی کارونه هغو خلکو کړي چې د بایللو لپاره یې هېڅ نه لرل او نه یې د پیل لپاره له شوق، خوارۍ او ژمنتیا پرته څه لرل.
. د بریالیتوب لاره سیده او آسانه نه ده، کندې کپرې لري، خو دا یاد ساتئ چې ښه شیان په اسانۍ نه ترلاسه کېږي، نو روان اوسه، چې پهدې لاره لاړ شې، ور وبه رسېږې.