ولې پرته له دليله بېړه کوو؟

ولې پرته له دليله بېړه کوو؟

دا چې شاته پاتې نه شو؟ له څه

ټوله ورځ په بېړې سره تېروو؟ سهار ناوختي ويښېږو، سهارنۍ نه خورو او خوبولي له کوره بهر کېږو، د لارې په اوږدو کې چُرت وهو او د خپل ژوند زرينې شېبې سوځوو.

شپې تر ناوخته پر بې پايلو کارونو بوختېږو، په بې دليله توګه د انسټاګرام/فېسبوک سکرول کول او په ټولنيزو رسنيو کې بوخت پاتې کېدل؛ د یو موخه لرونکي انسان سبک نه دی. داسې ژوند يو عام او بې موخې ژوند دی.

راځئ چې د شپې وختي څملو او د شپې ۹ بجو څخه وروسته د موبايل پرځای له کتاب څخه خوند واخلو، سهار وختي ويښ شو او هڅه وکړو چې ارامه ژوند وکړو.

ما پرېکړه کړې چې سږکال دغه کار وکړم، په رخصتيو کې مې څو ځلي دغه کار ازمايلی او ډېره ښه پايله یې لرلې ده. د شپې له ۱۱ او ۱۲ بجو څخه مې د خوب وخت ورو ورو ۱۰ بجو ته تغيير کړی او د ويښېدو وخت مې هم ۴ بجو ته برابر کړی. خو سربېره پر دې بيا مې هم د کتاب مطالعې پرمهال خوب وړي او په ټولنيزو رسنيو کې چې بوخت شم، نپوهېږم چې وخت څنګه تېرېږي، خو هڅه مې دا ده چې خپل وخت په سمه توګه مديريت کړم. تاسې يوازې خپله کولای شئ چې خپل ځان مديريت کړئ.

ليکنه: امير حسين اسماعيلي

ژباړه: محمد عزيز پردېس

Scroll to Top