موږ ولې خواشینې کېږو؟

خوښې انتخاب دی. که غواړئ چې خوښ ژوند ولرئ بايد خوشاله کوونکي فکرونه او کړنې ترسره کړئ. د خپل ژوند د جوړولو لپاره هېڅ نوعه مغذورت نشته. هغه څه مه کوئ چې ستاسو د خواشينۍ سبب ګرځي. په دې ليکنه کې درته هغه کړنې په ګوته کوو چې په ترسره کولو به يې تاسو له ښه ژوند بې برخې او ستاسو د خواشيني کیدو سبب وګرځي.

لومړی: داسې انګېرل چې ټولې موقعې مو له لاسه ورکړي دي.
د ژوند هره لحظه،آن همدا اوس هم، هره ورځ يو نوی پېل دی. يوازې درې کليمي کولای شي چې تاسو د تېر وخت له ستونزو، ننګونو او پېښمانتياوو رابهر او د يو نوي مثبت پېل او بدلون په لوري مو رهنمايي کړي. دا درې کليمي کومې دي؟ همدا چې ووايي: همدانن يې پېلووم!

دوهم: ناکامه اړيکې د مغذورت په توګه استعمالول.
له هغه چا سره چې تاسو غواړئ ځان معرفي کړئ، ژوند مو پخپله نشې ورسره مخامخولی. ځينې وخت ژوند ددې لپاره تاسو له يو چا سره په اړيکه کې ساتي تر څو تاسو ته مينه درکړي،درد درکړي،په سخته کې د پکار شي،ستونزو کې د واچوي. او په ټوله کې ددې لپاره تاسو له يو چا سره اشنا کوي چې تاسو ته پياوړتيا او انرژي درکړي ترڅو له هغه کس درڅخه جوړ شي چې بايد شئ.

درېيم: د نورو د رضايت لپاره د ځان بدلول.
دا چې نور خلک مو په اړه څه فکر کوي په کيسه کې يې مه کېږئ. هېڅوک دا نشې درته ويلئ چې تاسو څوک ياست.
دېته مه خوابدي کېږئ چې ولې موږ د نورو نه خوښېږو!؟
بلکې داسې ووايی چې ولې يې په اړه انديښنه ولرم او خپل وخت پرې ضايع کړم. خوشاله اوسئ او د راتلونکي لپاره فکر وکړئ خو دومره هم نه چې د حال خوشالی پرې له منځه یوسئ. ژوند ددې لپاره نه دی چې هر کس د خوشاله وساتو!

څلورم: له منفي فکره او منفي خلکو څخه لېرې اوسئ.
هغوی چې يوازې منفي فکر خپروي او منفي ليدلوری لري لېرې ورڅخه اوسئ. هغوی چې ستاسو د خندان کيدو سبب ګرځي او مثبت فکر لري ورسره په څنګ کې اوسئ. د هغوی مينه او احترام وکړئ څوک مو چې ښه لوري ته رهنمايي کوي. منفي فکر هېر کړئ او پر ځای پر مثبتو فکرونو تمرکز وکړئ. غورځيدل او تېروتنې کول د ژوند يوه برخه ده خو د هغوی جبرنول او بيا پورته کيدل ستاسو مسؤلیت دی.

پنځم: يوازې په نن نه، بلکې په نورو ځايونو او وخت هم تمرکز ولرئ.
له نن څخه خوند واخلئ. همدا ورځ بيا هېڅ نه راګرځي. د وخت منندوی اوسئ. هغه وخت چې همدا نن په يوه خاطره بدل شي، موږ به يې په واقعي ارزښت او مانا پوه شو.
هر څه چې لری د هغې منندوی اوسئ. يوه ورځ به حتماً موږ دا حس کړو چې دا کوچني شيان په ريښتيا هم لوی شيان وو.

شپږم: هر‌څه‌چې‌لرئ‌په‌هغې‌تمرکز‌وکړئ،نه په هغه څه چې نه‌يې لرئ.
زياتره خلک د هغه څه په اړه زياته انديښنه کوي چې نه يې لري. خو ترټولو مهمه دا ده چې د هغه څه په اړه فکر وکړو چې په لاس کې يې لرو.

Scroll to Top