د وخت د مدیریت ۷ آسانه مرستندویه لارې
کوم کارونه چې مهم نه وي او ګټه نه در رسوي یا دې خپل هدف ته نه رسوي، هغه کارونه پرېږده.
کوم کارونه چې ډېر بېړني نه دي او سمدستي یې کول اړین نه دي هغه ته یو پلان جوړ کړئ او د منظم پلان له مخې یې بل وخت تهوځنډوئ.
څه چې ډېر عاجل نه وي، هغه په خپل راتلونکي مهالوېش کې ځای پر ځای کړئ.
کوم کارونه چې عاجل هم دي او مهم دي، هغه بل وخت ته مه پرېږدئ او همدا اوس یې ترسره کړئ.
د یوه کار ترسره کولو یا ستونزې حلولو لپاره یوازې په لاره یا طریقه تکیه مه کوئ، بېلابېلې لارې چارې ولټوئ چې که یوه ناکامهشي، بله کار وکړي او ستاسې کار ځنډنی نه شي.
د کار ترسره کولو لپاره که کومه طریقه سخته وي، یوازې په هماغې ټینګار مه کوئ، بلکې تر ټولو آسانه لاره انتخاب کړئ چې کار زروشي او وخت مو پرې ډېر ضایع نه شي.
په کار کې دمه کول د وخت ضایع کول نه دي، دمه ستاسې انرژي زیاتوي او د کار کولو حوصله مو لوړوي، نو د کار پر وخت منظمهاو پلان شوې دمه کوئ.